د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۷:۲۸

د داوي شرکت رئیس او مرستیال یې علني محاکمه شول


د درنو جرمونو د څېړنې عدلي او قضايي مرکز، د داوي شرکت رئیس او مرستیال د څه باندې ۳۳ میليونو امریکايي ډالرو د جریمې ترڅنګ، د ياد شرکت رئیس په ۶ کاله او ۸ میاشتې او مرستیال یې په ۵ کاله او ۸ میاشتې تنفیذي بند محکوم کړل.

دغه مرکز د يکشنبې د ورځې په علني محاکمه کې د ټرانسپورت وزارت پخوانی مرستیال عبدالرزاق ځلالي بیا په ۲ کاله او شپږ میاشتې بند او ۶ زره افغانیو نغدي جریمې محکوم کړ.

د دې علني محاکمې پرېکړه د قضايي پلاوي مشرې انیسې رسولي داسې بیان کړه:

"ته عبدالرزاق ځلالي د جزا د قانون د ۱۵۸مې مادې له مخې، په ټوله کې په ۲ کاله او شپږ میاشتې تنفیذي بند او د ۶ زره افغانیو په نغدي جریمې او ته عبدالفغار داوي د جزا د ياد قانون په اساس، په ۶ کاله او ۸ میاشتې بند او شپږ زره افغانیو نغدي جرېمې او ته محمد اصغر غیاثي په ټوله کې په ۵ کاله او ۸ میاشتې بند او شپږ زره افغانیو نغدي جریمې محکوم شوې."

دغه شان د قضايي پلاوي د پرېکړې له مخې، عبدالفغار داوي او او محمد اصغفر غیاثي د تېلو په قراردادونو کې د جعل او د اسنادو د تزویر له امله، په څه باندې ۲۱ میليونو امریکايي ډالرو د جبران د خسارې او په څه باندې ۱۲ میليونو امریکايي ډالرو چې د دوی له خوا حیف او مېل شوې وې، حکومت ته په بېرته ورکړې محکوم کړل.

دغه مرکز په خپله لومړنۍ علني محاکمه کې افغان سوداګر عبدالغفار داوي په څه باندې ٩ کاله بند او په شااوخوا ٢١ ميليونو افغانیو نقدي جريمې، دغه شان د داودي شرکت مرستيال محمد اصغر غياثي په ٩ کاله بند او نقدي جريمې محکوم کړي وو.

دغه راز د ټرانسپورت وزارت پخوانى معين راز محمد علمي د وظيفوي غفلت په جرم په شپږ کاله بند او د درې زره ډالرو نقدي جريمې او د دغه وزارت بل پخوانى معين عبدالرزاق ځلالي هم له خپل صلاحيته د ناوړه استفادې په تور په پنځه کاله بند او نقدي جريمې محکوم شوي وو.

د يکشنبې د ورځې په علنې محاکمه کې يادو کسانو د محکمې پرېکړه غېر عادلانه وبلله او په دې برخه کې یې له حکومته د انصاف او عدالت غوښتنه وکړه.

د داوي د تېلو شرکت رئیس او افغان سوداګر عبدالغفار داوي په ده لګېدلي تورونه بې بنسټنه وبلل او په دې برخه کې یې د هر ډول سپیناوي او اسنادو د وړاندې کولو خبره وکړه.

نوموړي وویل:

"زه ډاډه یم چې عدالت به تامينېږي، ټول اسنادونه په نظر کې ونیسئ، په هر ځای کې چې ستونزه او خلا وي، زه اماده یم چې وضاحت درکړم او اسناد تاسو ته وړاندې کړم، د پاڼو حجم ولې۱۶۰۰ پاڼې شوی؟"

استېناف محکمې وویل، دا حکم نهايي نه دی او محکوم کسان کولاى شي چې د تمیز يا درېیمې محکمې د داېرېدو غوښتنه وکړي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG