د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۵۰

چارواکي: په هلمند کې په تېرو ۳ اوونیو کې ۱۶۳طالبان وژل شوي


د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان په هلمند کې د وسله والو طالبانو پرضد عملیاتو کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې د اوښتو خبره کوي.

د هلمند د ولایت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې جنران ولي محمد احمدزي د هلمند د نظامي شورا له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې د میوند اووه په نوم ځمکنیو او هوایي عملیاتو کې چې له څه باندې دریو اوونیو راهیسې پیل شوي، تراوسه د څو مهمو قوماندانانو په ګډون ۱۶۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴۲ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي دغه راز وویل، په دغو عملیاتو کې چې د مارجې، چانجیراو لښکرګاه شاوخوا سیمو کې شوي، ډېرې سیمې له طالبانو پاکې شوي او د هغوی په لسګونو موټر او یوشمېر وسلې د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG