د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۵۹

په خوست کې د ګوزڼ د ناروغی پر ضد د واکسینو د کمپاین پرانېسته وشوه


د یکشنبې په ورځ په خوست کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغی پر ضد د ماشومانو د واکسینو د کمپاین پرانېسته وشوه.

چارواکي وايي، چې په دې کمپاین کې به د خوست څه د پاسه ۳ لکه او ۱۳ زره ماشومانو ته واکسین ورکړل شي.

د خوست د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو له دیني عالمانو، قومي مخورو او خلکو وغوښتل چې ماشومانو ته د ګوزڼ یا فلج پر ضد د واکسینو په تطبیق کې له دوی سره مرسته وکړي.

د خوست د عامې روغتیا رئيس ډاکټر حبیب شاه انصاري وویل، چې د پولیو د مرض له منځه وړل د افغان حکومت له مهمو اهدافو څخه دی او هڅه کوي چې په نېږدې راتلونکې کې، د نړۍ د ډېریو هېوادونو په شان افغانستان کې هم، دا مرض له منځه ولاړ شي.

بل خوا د دغه ولایت دیني عالمان درملنه او د ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي لپاره هلې ځلې یوه دیني وجیبه وبلله او په دې برخه کې یې مسؤلینو ته ډاډ ورکړ.

ټاکل شوې، د دوشنبې، سې شنبې، چهارشنبې، پنجشنبې او جمعې په ورځو کې، د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د پولیو پر ضد د واکسینو کمپاین ترسره شي او په هغه کې له پنځه کلنۍ کم عمره ماشومانو ته د واکسینو دوه دوه څاڅکي ورکړل شي.

د یادونې وړ ده افغانستان د نړۍ له هغو څو محدودو هېوادونو څخه دی چې تر اوسه هم په کې د پولیو یا ګوزڼ پېښې موجودې دي.

XS
SM
MD
LG