د امریکا د متحدو ایالاتو پوځ وايي، په افغانستان کې یې یو پوځي مامور وژل شوی دی.
د امریکا پوځ د وژل شوي وګړي هویت نهدی څرګند کړی او د پېښې د جزئیاتو له په ډاګه کولو يې هم ډډه کړې ده.
په کابل کې د امریکايي ځواکونو قوماندانۍ پرون شنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یو پوځي مامور په لوګر کې د عملیاتو پر مهال زخمي شوی و او د سختو ټپونو له امله مړ شو.
په خبرپاڼه کې د امریکايي ځواکونو د لوی قوماندان جنرال جان نېکلسن په حواله ویل شوي چې د امریکا پوځ له داسې خواشینونکو پېښو سره هم له ترورېزم سره په مبارزه کې د افغانانو ملاتړ کوي او ورسره ملګري دي.
په لوګر کې څو ورځې مخکې د امریکايي ځواکونو د یوه هليکوپټر د سقوط له امله یو امریکايي عسکر وژل شوی و.