د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۶ لړم ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۵۲

روسیه کې د مظاهره کوونکو او پولیسو تر منځ شخړې شوي


له روسیې څخه په ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي چې د مسکو په جنوب ختیځ کې نن شنبه د بلوا ضد پولیسو او د ملتپالو مظاهره چیانو ترمنځ نښتې شوي دي.

د حکومت ضد دا مظاهرې د روسیې د ملي یووالي د ورځې په مناسبت د عمومي رخصتۍ په ورځ شوې دي.

پولیسو څو مظاهره چیان نیولي دي.

چارواکو دې لاریون ته اجازه ورکړې او د پولیسو د مداخلې پر مهال په کې سلګونه کسان راټول شوي وو.

دوهم لاریون د مسکو په شمال لوېدیځ کې روان و.

د روسیې ولسمشر د روسیې د ملي یووالي ورځ په ۲۰۰۵ میلادي کال کې رامنځ ته کړه.

د دې ورځ هدف په ۱۶۱۲ میلادي کال کې پر پولینډي ځواکونو د روسیې د بریالیتوب یاد لمانځل دي.

XS
SM
MD
LG