د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۷ لړم ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۰۲

د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمېټه: روسیه دې کالیننګراد خوشې کړي


د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمېټې له روسیې غوښتي چې په کالیننګراد کې دې د یوې ورځپاڼې ایډېټور له زندانه خوشې کړي.

دې کمېټې همدارنګه له روسیې غوښتي چې د نیول کېدو پر مهال دې د دې ورځپاڼې لیکونکي د وهنې ډبونې د ادعاوو په اړه هم څېړنې وشي.

د کالیننګراد محکمې پرون جمعه امر وکړ چې ایګور رودنیکوف دې له یوه سیمه ییز چارواکي څخه د ۵۰ زره امریکايي ډالرو رشوت اخېستو په شک، په توقیف کې پاتې شي.

د کالیننګراد محکمې ویلي، ورځپاڼه لیکونکي رودنیکوف د سیمې د قانون د تنفیذ له یوه چارواکي د هغې مقالې د نه خپرولو په بدل کې باج اخېستی چې په باالقوه توګه یې نوموړي ته زیان رساوه.

د رودنیکوف همکارانو دا تورونه بې بنسټه بللي او ویلي یې دي چې نوموړی د نومبر د میاشتې په لومړۍ ورځ، د توقیف پرمهال په شدت وهل شوی او ډبول شوی دی.

XS
SM
MD
LG