د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۳

په کابل کې د امریکا سفارت افغان وکیلانو ته د ویزو د بندیز خبر رد کړ


Teaser - US visas to Russians
Teaser - US visas to Russians

په کابل کې د امریکا سفارت ازادي راډیو ته د یوه لیک په استولو دا خبره رد کړه چې ګواکې دغه سفارت د افغانستان د پارلمان غړو ته ویزې بندې کړې دي.

په دغه لیک کې له ډېرو جزییاتو پرته ویل شوي چې دا راپورونه ناسم دي.

په تېرو څو ورځو کې ځینو رسنیو او ټولنیزو شبکو ادعا کړې وه چې ګواکې په کابل کې د امریکا سفارت د افغانستان د ملي شورا د غړو لپاره ویزې بندې کړي.

په دې راپورونو کې حتی دا هم ویل شوي وو چې متحده ایالاتو دا بندیز د فساد د ځینو تورونو له کبله، پر افغان وکیلانو لګولی دی .

د ولسي جرګې دوهم مرستیال نذیر احمدزي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دا ډول جعلي خبرونه د امریکا او افغانستان د اړیکو د زیانمنولو لپاره خپرېږي.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال نذیر احمدزی
د ولسي جرګې دوهم مرستیال نذیر احمدزی

ښاغلي احمدزي له ازادي راډیو سره په مرکه کې په ځانګړې ډول په دې راپورونو کې د روسیې مستقیم رول ته اشاره کړې او وایي :

"تاسو ته بهتره معلومه ده چې روسانو په افغانستان کې څرګندې مداخلې کړې دي او ټول ملت ته یې مبارزې معلومي دي، د سپوتنیک په نامه د روسیې میډیا سنټر دا راپور خپور کړی و او باالخصوص د هغوی غوښتنه دا وه چې څرنګه زموږ سیاست ته صدمه ورسوي، امریکا زموږ ستراتیژیک ملګری دی او په دې ډول تبلیغاتو زموږ ترمنځ واټن نشي راتلی."

ښاغلی احمدزی زیاتوي چې د روسیې تر څنګ ایران هم چې د روسیې ستراتیژیک دوست هېواد دی، په دې ډول هڅو غواړي چې په افغانستان کې د امریکا پر وړاندې د خلکو اذهان خراب کړي .

دی وایي چې د افغانستان ملي شورا غواړي په جدي ډول دا موضوع تعقیب کړي، څو په راتلونکي کې دا ډول منفي تبلیغات بیا تکرار نشي .

هغه دغه راز ویلي، د ملي شورا پلاوي په پرله پسې ډول امریکا ته تګ راتګ کوي او په اداري چارو کې له هېڅ ډول ستونزې سره نه دي مخامخ شوي .

د ولسي جرګې دوهم مرستیال دا هم وایي چې روسیه په افغانستان کې له طالبانو سره د مسکو د مرستو د ادعاوو پټولو په هدف هم په دې ډول کړنو لاس پورې کوي .

روسانو په پرله پسې ډول له طالبانو سره د مرستو ادعاوې رد کړې دي.

XS
SM
MD
LG