د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۴۲

په پکتیا کې افغان کمانډو ځواکونو یو ښوونځی جوړ کړ


نن د پکتيا د ولايتي ادارې او کمانډو ځواکونو په حضور کې په مرکز ګردېز کې د کوچي خېلو هغه ابتدائيه ښوونځی ګټې اخېستنې ته وسپارل شو چې د کمانډو ځواکونو او غوڅ ملاتړ د ماموريت ادارې په مالي مرسته جوړ شوی دی.

د دغه ښوونځي د پرانېستې په مراسمو کې د پکتيا والي شميم خان کټوازي، کمانډو ځواکونو، د ولايتي ادارې د رهبرۍ هئيت او د پوهنې رياست د چارواکو ترڅنګ، قومي مخورو هم برخه لرله.

په پرانېستغونډه کې د پکتيا والي شميم خان کټوازي وويل چې په ښوونځي شوی لګښت د کمانډو ځواکونو له لورې ورکول شوی او په ډېر کم وخت کې يې د دې ښوونځي چارې بشپړې کړي چې په راتلونکي کې يې د زيات شمېر ښوونځيو د جوړېدو ژمنه وکړه.

د دغه نوي جوړشوي ښوونځي د لګښت په اړه څه ونه ویل شول او څوکۍ، مېزونه او قرطاسيه هم ورکړل شوي دي.

د پکتيا په مرکز ګردېز کې دغه ابتدائيه ښوونځی په داسې وخت کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شو چې ځایي خلک یې د ساختماني شرکت له کارونو راضي نه دي او وایي چې د جوړ شوي ښوونځي د تعمير د کار کيفيت ټيټ دی.

خو د شرکت مسؤلین وایي چې پروژه يې په دوهم لاس نيولې او د شپږو مياشتو پر ځای يې په دوو مياشتو کې جوړه کړې.

XS
SM
MD
LG