د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۹ لړم ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۴۴

غوثي: په هرات کې پنځه فابریکې جوړېږي


د هرات په صنعتي پارک کې به ډېر ژر پنځه فابریکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال توریالي غوثي نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه فابریکې د خصوصي سکټور له لورې د زرګونو میلیون ډالرو په ارزښت جوړېږي.

ښاغلی غوثي وایي، دغه فابریکې د اوړو، خوراکي توکو او ساختماني موادو په برخه کې دي.

نوموړی وايي، د دغو فابریکو په فعالیت سره به په مستقیم ډول ۴۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي او هم به په هرات کې د سوداګرۍ کچه لوړه شي.

اوس مهال د هرات په صنعتي پارک کې له ۵۰۰ نه زیاتې فابریکې فعالیت لري.

XS
SM
MD
LG