د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۹ لړم ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۴۶

د ترکیې پولې ته نېږدې اته ایراني سرتېري وژل شوي


د ایران اته سرحدي سرتېري پرون د ترکيې پولې ته نېږدې له وسله والو سره په جګړه کې ووژل شول.

د ایران دولتي تلوېزیون او ارنا خبري اژانس ویلي دي چې دا سرتېري د دې هېواد په شمال کې چالدوران سیمې ته نېږدې وژل شوي دي.

چارواکو ویلي دي چې ایراني ځواکونو په دې جګړه کې وسله والو ته هم درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

که څه هم ایراني رسنیو په دې اړه چې وسله وال څوک وو څه نه دي ویلي خو د ایران په شمال کې د ترکيې او عراق پولو ته نېږدې اکثره وخت ایراني ځواکونه له کرد وسله والو او داعشیانو سره نښتې کوي.

د عراق سپاه پاسداران انقلاب تېره میاشت په همدې سیمه کې ۴ سخت دریځه وسله وال ووژل.

XS
SM
MD
LG