د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۴۸

د اذربایجان حکومت افغان سرتېري روزي


د اذربایجان ولسمشر الهام علي‌اف د جمعې په ورځ په دې هېواد کې د افغان سرتېرو د روزنې پروګرام تائید کړ.

د افغانستان او اذربایجان د دفاع وزارتونو د روان ۲۰۱۷مېلادي کال په مې میاشت کې د اذربایجان لخوا د افغان سرتېرو د روزنې موافقه لاسلیک کړې وه.

د اذربایجان خبري رسنیو ویلي دي چې افغان سرتېرو ته به دا روزنه د دې هېواد د دفاع وزارت په تعلیمي انسټیټیوټ کې ورکول کېږي.

نه اذربایجان او نه هم افغان چارواکو تر اوسه ویلي دي چې څومره شمېر او په کومو برخو کې به افغان سرتېري روزل کېږي.

XS
SM
MD
LG