د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۴۷

تېره ورځ د ډونالد ټرمپ ټوېټر اکونټ د ۱۱ دقیقو لپاره بند شوی و


د امریکا د جمهور رئيس ډونالد ټرمپ ټوېټر اکونټ پرون پنجشنبه د ۱۱ دقیقو لپاره بند شوی و.

ټوېټر شرکت ویلي چې د ولسمشر ټرمپ پاڼه د هغوی یوه کارکوونکي چې پرون یې په هغه شرکت کې د کار وروستۍ ورځ وه، بنده کړی وه.

ټوېټر ویلي چې څېړنه کوي، څو دا کار بیا تکرار نه شي.

د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي مسؤلينو پر دې مسئله له تبصرې ډډه کړې ده.

ډونالد ټرمپ پر ټوېټر ډېر فعال دی او تقریباً ۴۱ اعشاریه ۷ ميلیونه وګړي، پر ټوېټر ورسره یوځای دي.

XS
SM
MD
LG