د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۴۳

د امریکا "B-1B" الوتکو د کوریاګانو د ټاپو وزمې پر فضا پروازنه وکړل


د امریکا سوپر سونیک «B-1B» بم غورځوونکو الوتکو د کوریاګانو د ټاپو وزمې پر فضا پروازنه وکړل.

د امریکا هوايي ځواکونو ویلي چې سیمې ته د ولسمشر ډونالد ټرمپ تر سفر مخکې، دا الوتکې د جاپان او جنوبي کوریا له هوايي ځواکونو سره د ګډو تمرینونو په ترځ کې هلته ور استول شوې دي.

د امریکا د پسفیک هوايي قواوو په خبرپاڼه چې پرون پنجشنبه خپره شوه، وايي چې دواړه بم غورځوونکې، په ګوام ټاپو کې د امریکا له پوځې اډې الوتي او د جاپان د هوايي ځواک الوتکې ورسره یوځای شوې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا تمرینونه په دواړو کوریاګانو له وروستیو پېښو سره تړاو نه لري.

خو د شمالي کوریا چارواکو نن جمعه له قهره ډک غبرګون څرګند کړی او په سیمه کېروان پوځي تمرینونه یې غندلي دي.

XS
SM
MD
LG