د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۴۸

صیقل: پاکستان کې د ترهګرو ځالې د افغانستان او سيمې د ناامنيو لامل دي


په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازی محمود صيقل وايي چې د افغانستان او سيمې د بې ثباتۍ لوی لامل په پاکستان کې د ترهګرو پټن ځايونه دي.

نوموړي د ازادي راډیو له مشال څانګې سره د ځانګړې مرکې پر مهال ويلي چې له نړيوالې ټولنې او سيمه ييزو برخه والو غوښتنه کوي چې په پاکستان کې د ترهګرو پټن ځايونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

ښاغلی صيقل زياتوي، تر څو چې افغانستان له نړيوال تهديد سره مخ وي، دا د نړۍ مسؤليت دی چې له افغانستان سره مرسته وکړي، ځکه ترهګري د افغانستان زېږنده نه، بلکې دا پر افغانستان تپل شوې ده.

په همدې اړه د ازادي راډيو د مشال څانګې خبریال احمد شاه اعظمي له محمود صيقل سره مرکه کړې.

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

XS
SM
MD
LG