د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۴۶

پسرلی: پر سوداګرو د حملو دوام به د پانګونې بهیر زیانمن کړي


د افغانستان د سوداګرۍ خونه د سوداګرو د تښتونو او د هغوی د وژنو د پېښو پر زیاتېدو سخته اندېښنه ښيي او خبرداری ورکوي چې دا ډول پېښې په هېواد کې د پانګونو بهیر ته ګواښ کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې ویاند صیام الدین پسرلي ازادي راډیو ته وویل چې که پر ملي سوداګرو د جنایتکارانو حملې دوام وکړي، نو په هېواد کې به د پانګونو بهیر زیانمن شي.

نوموړي وویل:

"په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو په تیره په کابل کې اختطاف، قتل و قتال او غلاوې زیاتې شوي، بدبختانه دا ډول پېښې د پانګونو په وړاندې جدي ګواښ دی."

د سوداګرۍ خونه وروسته له هغه دا خبرداری ورکوي چې وسله والو کسانو پرون پنجشنبه په کابل ښار کې د یوه ملي سوداګر زوی وواژه.

د راپورونو له مخې، د کابل د سوداګرۍ خونو د مشرتابه پلاوي د مرستیال جلیل حریف ځوان زوی متین حریف پرون د کابل ښار په ۱۰مه ناحیه کې د وسله والو کسانو په ډزو ووژل شو.

ښاغلي پسرلي وویل چې وسله وال کسان غله او اختطاف کوونکي وو.

XS
SM
MD
LG