د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۳۰ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۲۳

په کندهار ښار کې د وسله والو فعالیتونو په تور دوه تنه نیول شوي


د کندهار د ملي امنیت ریاست خبر ورکړی چې نن یې د کندهار په ښار کې دوه وسله وال مخالفین نیولي دي.

د کندهار د ملي امنیت ریاست په خبرپاڼه کې چې ازادي راډیو ته یې استولې راغلي چې دغو کسانو له څه مودې راهیسې د کندهار په یو شمېر ولسوالیو کې د دولت او خلکو پرضد وسله وال فعالیتونه کول او امنیتي ځواکونو هڅې کولې چې ویې ونیسي.

د کندهارد ملي امنیت ریاست د نیول شویو وسله والو اعترافات هم خپاره کړي دي.

دغه ریاست تر اوسه د نیول شویو بشپړ هویت نه دی خپور کړی خو ویلي چې په اړه یې څېړنې روانې دي.

XS
SM
MD
LG