د بریتانیې د لارډز ټورنرز خیریه ټولنه غواړي چې د معلولو ماشومانو سره د مرستې په هدف د انګلستان او استرالیا د لوبډلو ترمنځ د کرکټ یوه خیریه شل اوریزه سیالي ترسره کړي.
په دې خیریه سیالۍ کې چې دوه افغان لوبغاړي اصغر ستانکزی او نجیب ځدارڼ هم پهکې لوبېږي د روانې نومبر میاشتې په درېیمه یعنې سبا جمعه به ترسره شي.
د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې دغه سیالي د متحده عربي اماراتو د ابوظبي په شیخ زاهد کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.
د افغان کرکټ بورډ مسؤلین وايي، دواړه افغان لوبغاړي به د استرالیا د ټورنرز لوبډلې په ګټه ولوبېږي.