د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۶ لړم ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۳۸

د هند په یوې کارخانې کې چاودنې ۲۶ تنه وژلي او ۶۰ ټپیان کړي


هندي چارواکي وایي، د دغه هېواد په شمال کې د حرارتي برېښنا په یوې کارخانې کې د چاودنې له کبله لږ تر لږه ۲۶ تنه وژل شوي او شپیته نور ټپیان شوي دي.

دا پیښه په اترا پرادیش ایالت کې شوې ده.

ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي خو ډاکټران وایي، د ځینو خراب روغتیایي حالت ته په کتو ښایي د مړو شمېر ډېر شي.

د دغې چاودني علت تر اوسه نه دی څرګند شوی او دا هم معلومه نه ده چې د پېښي پر مهال په دې دستګاه څومره کارګر وو.

دغې دستګاه په ازمایشي توګه فعالیت کاوه.

XS
SM
MD
LG