د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۷:۳۹

پسرلی: روسي سوداګر غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونه وايي، روسي سوداګر غواړي په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

د دې خونې ویاند صیام‌الدین پسرلي نن ازادي راډيو ته وویل، تېره ورځ نږدې ۲۷ روسي سوداګرو د افغانستان په سوداګرۍ او صنایع خونه کې له افغان سوداګرو سره وکتل او په یو شمېر برخو کې يې تفاهم‌لیکونه هم لاسلیک کړل.

ښاغلی پسرلی وايي، یاد تفاهم‌لیکونه د بانکدارۍ د پراختیا په برخو کې وشول.

نوموړي دا هم وویل چې روسي سوداګر غواړي د کرنې، کور جوړونې، صنعت او زېربناوو په برخو کې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه له افغان حکومت نه غواړي چې روسي پانګه‌والو ته د دوی د سر او پانګې د خوندیتوب ډاډ ورکړي.

XS
SM
MD
LG