د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۷:۲۲

د افغانستان پر بېلابېلو مسایلو د نړیوالو ورځپاڼو تبصرې


  • واشنګټن ټایمز

واشنګټن ټایمز ورځپاڼه لیکي، د امریکا دفاع وزارت او د افغانستان حکومت په دې باور دی چې افغان ځواکونه د جګړې په ډګر کې ډاډمن شوي دي.

خو د ورځپاڼې په باور د دې سربېره په افغانستان کې جګړه تر هغه سخته ده چې اټکل‌یې کېده.

واشنګټن ټایمز بیا څرګندوي چې طالبانو د کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر ستر بریدونه ترسره کړي دي.

ورځپاڼه د مې په میاشت کې په کابل کې موټر بم برید ته اشاره کوي چې نوي تنه په‌کې وژل شوي وو او تر ۴۰۰ ډېر ټپیان شوي وو.

واشنګټن ټایمز لیکي:

وروسته تر دې چې په ۲۰۱۴ کال کې بهرني محارب ځواکونه له افغانستانه ووتل دا تر ټولو خونړۍ چاودنه وه چې په کابل کې وشوه.

  • نیوزویک مجله

نیوزویک مجلې بیا د افغانستان د امنیت په اړه په خپرې کړې مقاله کې د سیګار یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش راپور ته اشاره کړې ده.

نیوزویک د سیګار د راپور په وینا لیکي چې د روان کال د جولای له لومړۍ د سپټمبر تر ۳۰مې افغان ځواکونو ګڼې سیمې له لاسه ورکړې دي او دا سیمې طالبانو او داعش نیولې دي.

د سیګار په وینا د افغانستان له ۴۰۷ ولسوالیو څخه نږدې ۵۷ سلنه خاوره د افغان ځواکونو په لاس کې ده یعنې ۱۳ په سلو کې سیمه باندې یاغیان برلاسه دي او د افغانستان په پاتې دېرش فیصده خاوره کې جګړه ده.

  • یو اېس اې ټوډې

یو اېس اې ټوډې ورځپاڼې د جګړو په دې ماحول کې د سوداګرۍ په برخه کې د افغان مېرمنو هڅو ته اشاره کړې ده.

دغه ورځپاڼه د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې په وینا لیکي چې په افغانستان کې تر ۶۸۰ ډېرې مېرمنې خپل تجارت لري.

د یو اېس اې ټودې په خپره کړې مقاله کې لولو چې افغان مېرمنو تر ۶۶ میلیونه ډالرو ډېره پانګونه په افغانستان کې کړې ده.

ورځپاڼه بیا وړاندې لیکي تر ۴۷ زره ډېرې ښځې او نجونې د ژورنالیزم، قانون، پوځ، پولیسو، معارف او نورو ډګرونو کې په کارونو بوختې دي.

خو د یو اېس اې ټوډې په وینا افغان مېرمنې لا هم د نړیوالې ټولنې مرستو او ملاتړ ته ضرورت لري ترڅو دوی په ډاډه ډول په افغانستان کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG