د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۷:۲۷

د پوجدمون وکیل وايي، مؤکل به‌یې اسپانيي ته لاړ نه‌شي


د کاتالونیا د تبعید شوي مشر کارلس پوجدمون وکیل وایي، د ده مؤکل به اوس‌مهال پر هغه د لګول شویو تورونو د ځوابولو لپاره اسپانیې ته ولاړ نه‎شي.

د هالنډ او بلجیم رسنیو د دغه وکیل پل بکرت «Paul Bekaert» له قوله ویلي چې د نومبر پر لومړۍ نېټه‌یې ویلي، پوجدمون به د نیولو د لوی خطر له کبله د حالاتو څرنګوالي ته انتظار وباسي.

نوموړي ویلي، ښاغلی پوجدمون به په بلجیم کې چېرې چې دی د اکټوبر له ۳۰مې نېټې هلته اوسېږي، وپوښتل شي.

پوجدمون او د هغه د منحل شوې کابینې ۱۳ تنه غړي د نومبر پر دوهمه او درېیمه نېټه په مادرید کې محکمې ته ورغوښتل شوي دي.

دوی د خپلواکۍ د ټولپوښتنې په تړاو په بغاوت او د عامه بسپنو په اختلاس تورن دي.

دا ټولپوښتنه د اکټوبر پر لومړۍ نېټه وشوه، خو محکمې هغه غیر قانوني وبلله.

د اسپانیې مرکزي حکومت له هغه وخت راهیسې د دغې شمال لوېدیځي سیمې اختیارات ځنډولي، چارواکې یې لیرې کړي او په ډسمبر کې یې د بېړنیو انتخاباتو خبره کړې ده.

XS
SM
MD
LG