د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۳

د کابل په وزیر اکبر خان سیمه کې د چاودنې په اړه د نړیوالو ورځپاڼو تبصرې


د لوېدیځ یو شمېر چاپي خپرونو په کابل کې د پروني برید په اړه لیکنې خپرې کړې دي.

  • ټلېګراف

ټلېګراف لیکي چې دا د مې له ۳۱مې راوروسته چې د کابل په ډیپلوماتیکه سیمه کې په سلګونه کسان موټر بم ووژل او ټپیان کړل، په دغې سیمه کې لومړۍ چاودنه ده.

  • مېل انلاین

مېل انلاین خپرونې هم همدا خبره کړې او زیاتوي چې د مې له چاودنې وروسته په دې سیمه کې امنیتي تدابیر سخت شوي وو.

مېل انلاین بیا د کابل د چاودنې یو عکس خپور کړی دی چې له لیرې خاورې او لوګی داسې ښکاري لکه سهارنۍ لړه.

ژغورونکي په دې عکس کې لیدل کېږي او یو ترافیک هم د پېښې په لور روان دی.

  • لاس انجلس ټایمز

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د همدې پیښې په اړه په خپره کړې لیکنه کې د وزیر اکبر خان مېنې یو عکس خپور کړی دی چې اطفائیه موټر انتظار دي.

ورځپاڼه لیکي چې دا موټر د چاودنې ځای ته څېرمه درېدلي دي.

لاس انجلس ټایمز وړاندې لیکي چې دا چاودنه د امریکا د متحده ایالتونو له سفارت څخه نږدې ۵۰۰ متره لیرې شوې ده.

  • وال سټریټ ژورنال

د لوېدیځ یوې بلې ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال بیا لیکلي دي چې کابل د ځان مرګو بریدونو هدف شوی دی.

دغې ورځپاڼې پرونۍ حملې ته اشاره نه‌ده کړې، دا ورځپاڼه په عمومي ډول د کابل په ګډون د افغانستان امنیت ته اندېښنه ښیي.

وال سټریټ ژورنال لیکي:

د امریکایي پوځیانو شمېر په دغه هېواد کې په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کې ډېر زیات وو چې اوس خورا کم شوی دی او افغان ځواکونه هم کمزوري دي، بل لور ته ملکي تلفات په زیاتېدو دي.

وال سټریټ ژورنال لیکي چې له ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۴ کال پورې امریکا نږدې ۷۰۰ میلیارده ډالر په افغانستان کې ولګول او اوس چې ولسمشر ډونالد ټرمپ دغه هېواد ته د نورو پوځیانو د استولو پرېکړه کړې ده، نو د امریکا کلنی لګښت به هر کال ۱۲ سوه میلیونه ډالر زیات شي.

XS
SM
MD
LG