د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۱

د برمته شویو استادانو په اړه د امریکايي پوهنتون اندېښنه او غوښتنه


د افغانستان امریکايي پوهنتون برمته شوي استادان.
د افغانستان امریکايي پوهنتون برمته شوي استادان.

په کابل کې د افغانستان د امریکايي پوهنتون مسؤلین وايي، د دغه پوهنتون د برمته شوي استاد د روغتیايي وضعیت په اړه د طالبانو وروستۍ اعلامیې دوی اندېښمن کړي دي.

د دغه پوهنتون د مطبوعاتو د برخې مسؤلې زبیدې اکبري د سې شنبې په ورځ«۱۳۹۶کال لړم۰۹» ازادي راډیو ته وویل، یاد استادان چې یو یې امریکايي او بل اسټرلیايي دی، عام وګړي دي نو باید راخوشې شي.

د افغانستان امریکايي پوهنتون لوګو.
د افغانستان امریکايي پوهنتون لوګو.

نوموړې زیاته کړه:

"زموږ د یوه همکار د روغتیايي وضعیت په اړه د طالبانو مطبوعاتي اعلامیه ټکان ورکونکې وه او موږ یې ډېر نا راحته کړو، زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ دغه دواړه همکاران له دې پرته چې هیڅ ډول زیان ورته ورسېږي خوشې دې شي، ځکه دوی عادي وګړي دي او افغانستان ته د ځوانانو د ښېګڼې او روزنې لپاره راغلي، هېڅ چا ته یې زیان نه دی رسېدلی."

د اغلې اکبري په خبره طالبانو تر دې وړاندې د دغه استادانو د خلاصون په بدل کې د خپلو زندانیانو د خوشې کېدو غوښتنه مطرح کړې وه.

نوموړې دا هم وايي چې د طالبانو یاده غوښتنه د افغانستان، امریکا او اسټرلیا په حکومتونو پورې اړه لري.

طالبانو تازه په یوې خپرې شوې اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان د امریکايي پوهنتون له دوو تنو استادانو چې له دوی سره دي د یو استاد کیون کینګ روغتیايي وضعیت ښه نه دی.

د امریکايي پوهنتون دغه دوه استادان یو کال مخکې له کابل نه برمته شوي دي.

له دې وړاندې هم یو شمېر بهرني وګړي په افغانستان کې برمته شوي، خو ډېری یې د افغان حکومت د هڅو په نتیجه کې بېرته راخوشې شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د یادو استادانو له برمته کېدو وروسته یې سمدلاسه د خلاصون لپاره هڅې پیل کړي چې لاهم روانې دي.

د یاد وزارت ویاند نجیب دانش په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

نجیب دانش
نجیب دانش

"له بده مرغه هغه خبر چې نشر شو موږ یې هم اندېښمن کړي یو، د کورنیو چارو وزارت د دغه قضیې له پیل نه هڅې کړي چې ښکېل کسان معلوم او ونیول شي، زموږ هڅې لاهم روانې دي او په هر قیمت چې کېږي دوی باید خوشې شي."

له دې وړاندې هم د کورنیو چارو وزارت د دغو بهرنیو استادوانو د خوشې کېدو ډاډ ورکړی وو خو تراوسه نه دي بریالي شوي.

طالبان په داسې حال کې د یادو استادانو د خوشې کېدو په بدل کې پر خپلو شرطونو ټینګار کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره له قید او شرط پرته له دوی غوښتي چې د افغانستان د امریکايي پوهنتون دغه دوه برمته شوي استادان خوشې کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG