د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۷ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۱:۱۶

د جنوبي افریقا د کرکټ لوبغاړي "مېلر" په "T20" لوبو کې نړیوال ریکارډ جوړ کړ


د جنوبي افریقا د کرکټ ټیم ځوان لوبغاړي ډېوېډ مېلر په شل اوریزو "T20" نړیوال کرکټ کې د تېزې سلیزې په وهلو په دغه کرکټ کې نوی ریکارډ جوړ کړ.

مېلر دغه ریکارډ د یکشنبې په ورځ د جنوبي افریقا په پاچسټروم لوبغالي کې د بنګله‌دېش کرکټ ټیم پر خلاف لوبېدونکې هغې ۲۰ اوریزې لوبه کې جوړ کړ چې جنوبي افریقا په‌کې بنګله‌دېش ته په ۸۳ منډو ماتې ورکړه.

د جنوبي افریقا کرکټ ټیم د بنګله‌دېش پر خلاف په دغې شل اوریزه لوبه کې لومړی بېټنګ وکړ، په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۴ لوبغاړو په اوټ کېدو ۲۲۴ منډې جوړې کړې او بنګله‌دېش ته‌یې د ۲۲۵ منډو هدف ورکړ.

د بنګله‌دېش ټیم بېټنګ د جنوبي افریقا له‌خوا د ورکړل شوي هدف په ترلاسه کولو کې ناکامه شو او د ۱۰ لوبغاړو په سوځېدو یې یوازې ۱۴۱ منډې جوړې کړې.

د جنوبي د افریقا کرکټ ټیم یو بل لوبغاړی هاشم امله
د جنوبي د افریقا کرکټ ټیم یو بل لوبغاړی هاشم امله

​هاشم امله د ۵۱ توپونو په لوبولو د ۱۱ څلوریزو او ۱ شپږیزې پر مټ ۸۵ منډې جوړې کړې.

د جنوبي افریقا کرکټ ټیم لوبغاړي ډېوېډ مېلر په دغې لوبه کې د ۹ شپږیزو او ۷ څلوریزو پر مټ یوازې د ۳۶ توپونو په لوبولو ۱۰۰ منډې جوړې کړې چې دا د نړیوال شل اورېز کرکټ لوبو په تاریخ کې تر ټولو تېزه سلیزه ده.

پر ډېوېډ مېلر سربېره د جنوبي افریقا کرکټ ټیم یو بل لوبغاړي هاشم امله هم ښه لوبه وکړه او د ۵۱ توپونو په لوبولو یې د ۱۱ څلوریزو او ۱ شپږیزې پر مټ ۸۵ منډې جوړې کړې.

د یادونې وړ ده چې په شل اوریز نړېوال کرکټ کې د تېزې سلیزې جوړولو ریکارډ د جنوبي افریقا تر ډېوېډ مېلر مخکې د همدې ټیم له یو بل لوبغاړي رچرډ لېوي سره و.

نوموړي دا ریکارډ په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د نیوزیلنډ کرکټ ټیم پر خلاف یوې شل اوریزه لوبه کې د ۴۵ توپونو په لوبولو جوړ کړی و.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG