د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۹

د وایر نشریه: افغانستان کې د پوهنې لپاره مبارزه لا هم تودېږي


  • نیوزویک

نیوزویک خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې په یوه مقاله کې لیکلي، د امریکا پوځ داسې مهال افغانستان ته جنګي الوتکې ورکوي چې په‎دغه هېواد کې جګړه په زیاتېدو ده.

خپرونې د هغو شپږو سوپر ټوکانو الوتکو یادونه کړې چې د طالبانو پر وړاندې د جګړې لپاره د افغانستان پوځ ته ورکول کېږي.

خپرونه لیکي:

د امریکا متحده ایالاتو وړاندې په پام کې درلوده چې افغان پوځ ته ۲۰ دغه ډول الوتکې ورکړي او په‎دې سره به افغانستان ته د امریکا له‎خوا د «ا-۲۹» سوپر ټوکانو الوتکو شمېر ۲۶ ته ورسېږي.

نیوزویک د امریکا د هوایي ځواکونو د یوه ویاند مایک اندریوز له قوله لیکلي چې دا پروګرام له افغان هوایي ځواک سره د امریکا د ملاتړ ښکارندویي کوي.

نیوزویک لیکي:

طالبانو په دې وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې بریدونه ډېر کړي چې د ځینو په باور دغه ډله تر بل هر وخت اوس پیاوړې شوې ده.

افغانستان ته د امریکا له‎خوا د «ا-۲۹» سوپر ټوکانو الوتکو شمېر به ۲۶ ته ورسېږي.

د لیکوال په باور دغو حالاتو ته په کتو دې ته اړتیا ده چې د طالبانو پر وړاندې د جګړې لپاره د افغانستان هوایي ځواک لا پیاوړی شي.

  • لاس انجلس ټایمز

لاس انجلس ټایمز بیا په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن هغه څرګندونې راخیستي چې په لوګر ولایت کې یې د یوه امریکایي سرتېري د وژلو په اړه خواشینې ښودلې ده.

دغه سرتېری د جمعې په ورځ د یوې هلیکوپټرې د لوېدو له کبله وژل شوی او شپږ نور امریکایي سرتېري ټپیان شوي دي چې تر درملنې لاندې دي.

  • د وایر نشریه

د وایر نشریې بیا د افغانستان د پوهنې په اړه یوه مقاله لیکلې ده.

د مقالې نوم دی په افغانستان کې د پوهنې لپاره د مبارزې لسیزې وشوې او لا هم دا مبارزه تودېږي.

لیکوال لیکي، په‎داسې حال کې چې د امریکا په ملاتړ د ولسمشر اشرف غني اداره د وسله‎والو یاغیانو په وړاندې په جګړې بوخته ده، په افغانستان کې د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره مبارزه د تل په څېر سخته ده.

د وایر لیکي:

د افغانستان د ۳۶ میلیونه وګړو شااوخوا نیمایي کسان تر ۱۸ کلونو کم عمرونه لري.

دغه نشریه د افغانستان د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې لیکي چې اوس‌مهال څه باندې نهه میلیونه او دوه لکه ماشومان ښوونځیو ته ځي چې په دې کې ۳۹ فیصده‌یې نجونې دي.

د لیکوال په خبره په‎داسې حال کې چې افغانستان لا هم د ناامنیو او فساد سره لاس او ګرېوان دی، د دولتي او خصوصي ښوونځیو فعالیت د دغه هېواد یو له څو محدودو لاسته راوړنو څخه شمېرل کېږي چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې یې لري.

د وایر په پای کې لیکي:

د زده‎کړې لپاره مبارزه هغه اوږد مهاله او ستراتېژیکه مبارزه ده چې په هغه کې د راتلونکې لپاره دوه بېلابېل لیدلوري سره مقابله کوي.

XS
SM
MD
LG