د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۳

په نړۍ کې تر ټولو زیات اعتبار لرونکي پاسپورټونه


ایا پوهېږئ چې په نړۍ کې د کومو هېوادونو پاسپورټونه ډېراعتبار لري. هغه پاسپورټونه چې هېوادونو ته د سفر لپاره ویزې ته اړتیا نه‎لري.

د ۲۰۱۷ کال د نړۍ د هېوادونو د زیات اعتبارلرونکو پاسپورټونو په فهرست کې د سنګاپور پاسپورټ په نړۍ کې تر ټولو معتبر دی.

د اعتبار لرونکو پاسپورټونو په اړه د ارټون کاپیټال د نړیوالې موسسې جدول چې د چهار شنبې په ورځ یې خپور کړی، په دې اساس برابر شوی چې کوم پاسپورټونه ویزو ته اړتیا نه لري او یا هم درېیم هېواد ته له ننوتو سره سم په‎کې ویزې لګول کېږي.

د سنګاپور پاسپورټ ۱۵۹ هېوادونو ته ویزې ته اړتیا نه لري.

له سنګاپور وروسته د جرمني، سویډن او جنوبي کوریا پاسپورټونه یوازې د یوه-یوه هېواد په توپیر دوهم او درېیم ځای نیولی دی یعنې ۱۵۸ هېوادونه له جرمنانو او ۱۵۷ هېوادونه هم له سویډنیانو او د جنوبي کوریا له وګړو ویزې نه غواړي.

له دې مخکې لومړی مقام له اروپایي هېوادونو سره و.

د جرمني پاسپورټ پرله‎پسې دوه کلونه په فهرست کې اول ځای درلود خو د سینګاپور پاسپورت د سږني کال په فهرست کې ځکه لومړی شو چې پاراګوای ورسره ویزه لغو کړه.

امریکايي پاسپورټ د مالیزیا، ایرلنډ او کاناډا ترڅنګ په دغه فهرست کې شپږم ځای نیولی دی.

په نړۍ کې د ۲۰۱۷ کال د اعتبار لرونکو پاسپورټونو په جدول کې افغانستان د ۲۲ امتیازونو په ترلاسه کولو سره په اخر کې دی په دې معنی چې ۲۲ هېوادونه له افغانانو ویزه نه غواړي.

د افغانستان ګاونډیان ایران ۳۶ او پاکستان هم ۲۶ امتیازونه لري.

XS
SM
MD
LG