د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۶

د هندوستان د هاکي لوبډلې د اسیا جام اتلولي خپله کړه


د هندوستان د هاکي لوبډلې ۱۰ کاله وروسته په خپل کور کې د اسیا جام اتلولي خپله کړه.

د ډان نیوز د معلوماتو له مخې، د دې سیالیو په پایلوبه کې هندۍ لوبډلې مالیزیا لوبډلې ته ۱ د ۲ په وړاندې په ماتې ورکولو سره دغه جام په خپل نوم کړ.

د هندوستان لپاره رمن دیپ سنګ او للت اپاډهې او د مالیزیا لپاره بیا شاهرل صبا يوازني ګول وهونکي وو.

د دې سیالیو د درېیم مقام ګټلو لپاره د پاکستان او جنوبي کوریا ترمنځ لوبه وشوه چې ۶ د ۳ په وړاندې د پاکستان په بریا پای ته ورسېده.

XS
SM
MD
LG