د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۸

نړۍ

د ترکمنستان پیسو په تور بازار کې خپل ارزښت له لاسه ورکړی

د ترکمنستان پیسو «منات» په تور بازار کې خپل ارزښت ډېر زیات له لاسه ورکړی چې دا د دې هېواد د ناوړه اقتصادي وضعیت څرګندونه کوي.

د ازادي راډیو د خبریالانو د راپورونو له مخې، نن دوشنبه یو ډالر د نهو مناتو په مقابل کې تبادله کېده چې په وروستیو میاشتو کې یې بیه شااوخوا اووه نیم مناته وه.

د ډالرو رسمي بیه چې د ترکمنستان مرکزي بانک په ۲۰۱۵ میلادي کال کې ټاکلې، درې نیم مناته له یوه ډالر سره معادل دي.

ترکمنستان له اقتصادي بحران سره ځکه مخامخ دی چې د انرژۍ په معاملو کې د پاتې راتلو په خاطر دولتي عواید کم شوي او د اومه ګازو بیې هم چې د دې هېواد اصلي صادرات دي، په نړۍ کې ډېرې رالوېدلې دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

اوکراین: په ادیسه ښار کې د روسیې د بې پیلوټه الوتکې برید د ۲ ماشومانو په ګډون۹ تنه ټپیان کړي

د پېښې سیمه
د پېښې سیمه

د اوکراین د ادیسه د سیمې والي اولې کیپر وایي، پر ادیسه ښار نن سهار وختي د روسیې د بې پیلوټه الوتکې د یوه برید له امله ۷ کسان ټپیان شوي چې دوه یې ماشومان دي.

هغه همدارنګه ویلي چې د دغه برید له امله په څو ودانیو کې اور لګېدلی.

د اوکراین هوایي ځواکونو نن پر ټیلګرام چینل په یوه بیان کې ویلي چې د هوایي مدافعې ځواکونو یې د روسیې د هغو ۱۶ بې پیلوټه الوتکو له ډلې چې پرادیسه، کییف، میکولاییف او چیرکاسي د بریدونو لپاره کارول شوې وې پنځلس یې راغورځولې دي.

د کییف اداري مشر سیرهې پوپکو ویلي چې ټول ډرونونه چې کییف یې په نښه کړی و، له منځه وړل شوي او په ښار کې یې هیڅ ځاني او مالي زیان نه دی پېښ کړی.

د فلسطینیانو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې په اړه د څېړنو پایلې ښکاره شوې

د فلسطینیانو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې تصویر او ورسره اسراییلي ځواکونه
د فلسطینیانو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې تصویر او ورسره اسراییلي ځواکونه

د فلسطینیانو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې، UNRWA په اړه د خپلواکې څېړنې ډلې د دې ادارې د بې پرې والي اړوند چې ډېره تمه یې کېده ځینې مسلې موندلې، خو یادونه یې کړې چې اسراییل تراوسه د خپلو لګول شویو تورونو په اړه چې د دې ادارې کارکونکي د ترهګرو سازمانونو غړي و، شواهد نه دي وړاندې کړي.

د دې څېړنې په ۵۴ مخیز راپور کې ویل شوي چې د فلسطینیانو د بشري او اقتصادي پرمختګ لپاره دغه اداره نه جبران کیدونکې ده اوموجودیت یې حتمي دی.

د دغې ادارې د بې پرې والي په اړه د بیاکتنې ډلې دغه څېړنه په تېره جنوري میاشت کې وروسته له هغې پیل کړه چې اسراییل د UNRWA یو شمېر کارکوونکي د دې هېواد پر قلمرو د حماس له لوري د تېرکال د اوکتوبر د اوومې په برید کې په لاس لرلو تورن کړل.

د حماس وسله والو چې د امریکا متحده ایالات او اروپایي ټولنه یې یوه ترهګره ډله ګڼي، په دغه برید کې ۱۲۰۰ کسان ووژل، او شاوخوا دونیم سوه نور یې یرغمل کړل.

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو پر ایران د بندیزونو د زیاتوالي هوکړه وکړه

د اروپایي ټولنې بیرغ
د اروپایي ټولنې بیرغ

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بوریل وايي، د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د دوشنبې په ورځ موافقه وکړه چې پر اسرائیلو د ایران د وروستي برید په غبرګون پر تهران بندیزونه پراخ کړي.

اروپايي ټولنه اوس مهال پر ایران د ډله ییزې وژنې د وسلو د خپراوي، د بشري حقونو د سرغړونو او روسیې ته د بې پیلوټه الوتکو د رسولو په تړاو د بندیزونو څو پروګرامونه لري.

خو د دې اتحادیې څو هیوادونو د بې پیلوټه الوتکو په اړه د بندیزونو د پراخولو غوښتنه وکړه چې راکټونه او نیابتي ډلو ته د وسلو لیږدول هم پکې شاملیږي.

ولسمشر بایډین خپل اوکرایني سیال ته د مرستو د دوام ډاډ ورکړ

د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا ولسمشر جوبایډن د دوشنبې په ورځ د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي ته په یوه ټیلیفوني تماس کې ډاډ ورکړ چې له دې هېواد سره به د پوځي مرستو مسوده ژر تر ژره لاسلیک کړي.

د امریکا په سنا کې د دې بستې په اړه سه شنبه رایګیري پلان وه او تر هغې وروسته به یې د توشیح لپاره ولسمشر بایډن ته لیږي. په دې لویو مرستو کې اوکرایین ته څه باندې شپېته میلیارده ډالره په پام کې نیول شوي.

زیلینسکي په خپل پیغام کې چې په ایکس یې خپور کړی ویلي له ولسمشر بایډن سره په خبرو کې یې له هغه ډاډ ترلاسه کړ چې د مرستو په دې کڅوړه کې هغه ډول مرستې شاملې دي چې اوکراین ورته اړتیا لري ترڅو د روسي ځواکونو د پرمختګ مخه ونیسي.

د شریف او رییسي لیدنه؛ په دوه اړخیزو اړیکو او تروریزم سره پر مبارزې غږېدلي

د عکس ښي لور ته د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي او چپ لور ته د پاکستان صدراعظم شهباز شریف
د عکس ښي لور ته د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي او چپ لور ته د پاکستان صدراعظم شهباز شریف

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي نن د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف سره په اسلام آباد کې خبرې وکړې.

د پاکستان او ایران ترمنځ په تېره فبروري میاشت کې د یو بل په قلمروونو کې له توغندويي حملو وروسته دا لومړی ځل دی چې د دواړو هېوادو مشران سره ګوري.

د رییسي د سفر پرمهال سلګونه اضافي پولیس او ملېشه ځواکونه د امنیتي تدابیرو لپاره په اسلام آباد کې ځای پرځای شوي وو.

د پاکستان حکومت په یوه بیان کې ویلي چې شریف او رییسي د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا د پرمختګ، د تروریزم پر ضد د مبارزې او په نورو برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.

پاکستان ته د رییسي درې ورځنی سفر چې نن پیل شو، د هغو هڅو یوه برخه ده چې دې دوو هېوادونو د خپلو اړیکو د رغونې لپاره پیل کړې دي.

ایران او پاکستان تقریباً ۹۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري چې په دواړو خواوو کې یې بلوڅ بلتونپال د تهران او اسلام آباد مخالفت کوي.

پاکستاني چارواکي: په خیبرپښتونخوا کې ۱۱ وسله‌وال وژل شوي

ارشیف: د پاکستان امنیتي ځواکونه په خیبرپښتونخوا ایالت کې د عملیاتو پر مهال
ارشیف: د پاکستان امنیتي ځواکونه په خیبرپښتونخوا ایالت کې د عملیاتو پر مهال

د پاکستان امنیتي ځواکونه په خیبرپښتونخوا ایالت کې په دوو جلا عملیاتو کې د یوولسو وسله‌والو د وژل کېدو خبر ورکوي.

چارواکي وايي چې په ډېره اسماعیل خان سیمه کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې لس وسله‌وال وژل شوي دي.

دا عملیات یوه ورځ وروسته له هغه وشول چې نامعلومو وسله‌والو د پاکستان د ګمرک دوه تنه کارکوونکي ووژل.

د امنیتي چارواکو په وینا، یو بل وسله‌وال په شمالي وزیرستان کې په یوه جلا برید کې وژل شوی دی.

پاکستاني ځواکونه دا عملیات تر ډېره د پاکستاني طالبانو پر ضد ترسره کوي.

د اسراییلو د پوځي استخباراتو مشر د حماس د تېر کال برید په تړاو استعفا کړې

د اسراییل د پوځي استخباراتو د څانګې مشر اهارون هلیوا چې له دندې یې استعفا کړې ده.
د اسراییل د پوځي استخباراتو د څانګې مشر اهارون هلیوا چې له دندې یې استعفا کړې ده.

د اسراییل پوځ نن دوشنبې وویل چې د پوځي استخباراتو د څانګې مشر اهارون هلیوا د حماس له لوري پر اسراییل د تېر کال د اکټوبر د اوومې نېټې د برید په تړاو له خپلې دندې استعفا کړې ده.

هلیوا د اسراییل لومړنی جګپوړی چارواکی دی چې د حماس چې متحده ایالات او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، د دغه برید په تړاو له خپلې دندې استعفا کوي.

په دغه برید کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او شاوخوا دونیم سوه نور یرغمل شول.

د اسراییل پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د پوځ لوی درستیز د هلیوا استعفا منلې او له هغه یې د خدمت په‌خاطرمننه کړې ده.

اوکرایني ځواکونه: د روسیې یوه اکتشافي او پنځه الوتکې مو راوغورځولې

د اوکراین په ادیسه کې د روسیې د ډرون حملو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
د اوکراین په ادیسه کې د روسیې د ډرون حملو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

د اوکراین هوایي ځواکونه وایي چې نن د ورځې په لومړیو کې یې د روسیې پنځه جنګي او یوه اکتشافي ډرون الوتکې را وغورځولې.

د دغو ځواکونو په وینا، روسیې د اشغال شوې کریمیا ټاپووزمې له کپ چاودا څخه ایراني ساخت شاهد ډوله ډرون الوتکې پورته کړې وې.

د چارواکو په خبره، روسیې همدارنګه د دونیڅک له سیمې رهبري شوي د الوتکو ضد درې توغندي توغولي و.

د اوکراین د ادیسه د سیمې والي اولې کیپر وویل چې ډرون الوتکو په سیمه کې یوه کرونده په نښه کړی و چې په نتیجه کې یې د غلو یو ګدام او د کرڼې ماشینونه ویجاړشوي دي.

د راپورونو له مخې په دغه برید کې چا ته زیان نه دی رسېدلی.

په نهو کلونو کې د ایراني حاجیانو لومړۍ ډله د عمرې حج لپاره عربستان ته لاړه

د بیت‌الله شریف یو انځور
د بیت‌الله شریف یو انځور

په نهو کلونو کې د ایراني حاجیانو لومړۍ ډله نن دوشنبې د عمرې حج لپاره سعودي عربستان ته ولاړه.

د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې ایراني رسنیو په تېره ډسمبر میاشت کې ویلي وو چې سعودي عربستان پر ایرانیانو د عمرې حج د پرځای کولو بندیز لیرې کړی، خو په دې هدف الوتنې تراوسه ځنډېدلې وې چې تهران هغه تخنیکي ستونزې بللې وې.

د راپور له مخې دغه اقدام په منځني ختیځ کې د دغو دوو سترو قدرتونو ترمنځ د اړیکو د ښه‌والي نتیجه ده.

په تېره مارچ میاشت کې د چین په منځګړیتوب یوه موافقه وشوه چې له مخې یې ایران او سعودي عربستان خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې چې په ۲۰۱۶م کال کې د ریاض له‌خوا د یوه شیعه ملا د اعدام او له هغه وروسته په تهران کې د سعودي عربستان پر سفارت د یرغل له امله کړکېچنې شوې، بېرته په بشپړه توګه اعاده کړې.

د دغو اړیکو له اعاده کېدو مخکې ایرانیانو ته یوازې د حج په اصلي مراسمو کې د ګډون اجازه ورکول کېده.

د سعودي عربستان پر لوري له تهرانه د ۸۵ حاجیانو د خدای پاماني په مراسمو کې په تهران کې د سعودي عربستان سفیرعبدالله بن سعود العنزي هم حضوردرلود.

سوریه کې د امریکا د یوې پوځي اډې پر لور ۵ توغندي توغول شوي

ارشیف
ارشیف

په عراق کې پرون یکشنبه له زمار ښار لږ تر لږه پنځه توغندي د سوریې په شمال کې د امریکا د متحدو ایالتونو د یوې پوځي اډې پر لوري توغول شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د دوو امنیتي سرچینو په حواله دا راپور ورکړی دی.

د راپور له مخې، دا د فبروري میاشتې له لومړیو چې د ایران له ملاتړه برخمنو ملېشه وو په عراق کې پر امریکايي ځواکونو خپلې حملې درولې وې، په سوریه کې پر امریکايي ځواکونو لومړۍ حمله ده.

پرونۍ حمله په داسې حال کې کېږي، چې د شنبې په ورځ د عراق صدراعظم محمد شیاع السوداني د امریکا د متحدو ایالتونو له سفره عراق ته ستون شو.

هغه په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره هم کتلي وو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG