د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۶

د شاهین اسمایي فوټبال لوبډلې سیمرغ البرز لوبډلې ته ماته ورکړه


د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ سیالیو په دوهمه نیمه پایلوبه کې، شاهین اسمايي لوبډلې سیمرغ البرز لوبډلې ته په ماته ورکولو سره پایلوبې ته لاره پیدا کړه.

شاهین اسمايي د راتګ په دې سیالۍ کې سیمرغ البرز ته ۴ د ۳ په وړاندې او د تګ په سیالۍ کې یو د صفر په وړاندې ماتې ورکړې وه.

له دې وړاندې په لومړۍ نیمه پایلوبه کې میوند اتلانو سپین غر بازانو ته په ماتې ورکولو سره د دې سیالیو پایلوبې ته لاره پیدا کړې وه.

ټاکل شوې چې د درېیم او څلورم مقام لوبه د سپین غر بازانو او سیمرغ البرز ترمنځ د راتلونکې پنجشبې او پایلوبه به د میوند اتلانو او شاهین اسمايي ترمنځ د جمعې په ورځ ترسره شي.

XS
SM
MD
LG