د اسیا د لویو وچو یا انټرکانتیننټال کپ سیالیو په لړ کې سبا افغانستان د هانکانګ په وړاندې د سیالۍ ډګر ته وځي.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه څلور ورځنۍ سیالۍ ته د پوره چمتوالي په هدف له څه مودې راپه دیخوا د کرکټ ملي لوبډلې د هندوستان په ګریټر نویډا لوبغالي کې بېلابېل تمرینات ترسره کړل او اوس مهال د دې لوبې لپاره بشپړ چمتوالی لري.