د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۸

کامراني: که مرسته ونه رسېږي د غزني اندړو ولسوالي سقوط کوي


د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت پر اندړو ولسوالۍ له تېرې شپې راهیسې وسله والو طالبانو يوځل بیا ډله ییز بریدونه پیل کړي او محاصره کړې ده.

د غزني د ولایتي شورا یوه غړي امان الله کامراني نن پنجشنبه ازادي راډيو ته وویل چې په دغه بربدونو کې تر دامهاله ۲ افغان سرتېري وژل شوي او یو هم ټپي دی.

نوموړی وايي چې د ولسوالۍ ۱۰۰مترۍ ته وسله وال طالبان ورنېږدي شوي او اوس هم سخته جګړه روان ده، د ده په خبره که چېري اضافي سرتېري ونه رسېږي یاده ولسوالي به د وسله والو طالبانو لاسته ولوېږي.

له ښاغلي کامراني سره د ازادي راډیو خبریال شریف الله شرافت مرکه کړې ده:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:47 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG