د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۴

اجرائیه ریاست: پر پاکستان د نړیوالې ټولنې او امریکا فشارونه لا پرځای دي


د افغان حکومت اجرائيه ریاست وايي، که پاکستان د ترورېزم په وړاندې په مبارزه کې رښتینې او فعاله ونډه واخلي نو د افغانستان په ګډون به د ترهګرۍ ضد ټول هېوادونه ترې مننه وکړي.

د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي دغه څرګندونې تر هغې وروسته کوي چې د حقاني شبکې له منګولو د یوې کاناډايي کورنۍ تر خلاصون وروسته د یو شمېر پاکستاني رسنیو په حواله د اسلام‎اباد - واشنګټن په اړیکو کې مثبت بدلون رامنځ ته شوی دی.

خو ښاغلی رحیمي وايي؛ له ترورېزمه د ملاتړ په برخه کې پر پاکستان د نړیوالې ټولنې او امریکا فشارونه پرخپل ځای دي.

د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي
د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي

نوموړی زیاتوي:

"هغه فشارونه چې په دې وروستیو کې په پاکستان راغلي په خپل ځای دي، په سیاست کې هېڅ ډول بدلونونه نه وینو، هر وخت او په هره موقع چې پاکستان همکاري وکړي، موږ به یې له همکاریو هرکلی وکړو. "

ښاغلي رحیمي دا هم وویل چې له حقاني شبکې د کاناډايي کورنۍ خلاصول دا ثابتوي چې نه یوازې دا چې دا تروریستي ډله په پاکستان کې ده، بلکې د دې هېواد څارګره اداره ورسره نېږدې اړیکې هم لري.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وسله‎والو طالبانو له‎خوا د برمته شوې کاناډایۍ امریکايۍ کورنۍ د خوشې کولو په خاطر، د پاکستان له حکومته مننه وکړه او ویې ویل، داسې ښکاري چې پاکستان د امریکا له غوښتنې سره سم د افراطي وسله‎والو پر ضد د نورو اقداماتو لپاره هم چمتو شوی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون په یوه اعلامیه کې د امریکا له متحده ایالاتو غوښتي چې د پاکستان په دوه مخي سیاست ونه غولېږي.

د دغه کمېسیون یو غړي عبدالقیوم سجادي د ولسي جرګې د دوشنبې د ورځې په عمومي ناسته کې د یادې اعلامیې یوه برخه داسې ولوسته:

"که د امریکا په ګډون د افغانستان نړیوال همکاران د ترورېزم په وړاندې په مبارزه او د افغانستان د جنګ د خلاصېدو په برخه کې جدي اراده لري، نو پر پاکستان له سیاسي او اقتصادي فشارونو نه په استفادې کولای شي چې پاکستان اړ کړي چې د ترورېزم په وړاندې په مبارزه کې رښتینی عمل وکړي او له ملاتړ يې لاس واخلي. "

سیاسي کارپوهان بیا په دې اړه بېلابېل نظرونه لري.

ځینې په دې باور دي چې له پاکستانه د سپینې ماڼۍ مننه د ترورېزم په وړاندې په مبارزه کې تشویقي بڼه لري.

د چارو کارپوه حاجي سید داود وايي:

" زه په دې کې یو ډول تشویق او ترغیب ګورم چې پاکستان دې ته وهڅوي چې دا هېواد طالبان مجبور کړي چې دوی له افغانانو سره سولې ته کېني. "

خو یو شمېر نور يې بیا وايي چې امریکا به هېڅکله په سیمه کې د پاکستان په څېر یو هېواد چې د کلونو په اوږدو کې يې له امریکا سره ښې اړیکې پاللي له لاسه ورنه‎کړي.

په پاکستان کې پخوانی افغان ډیپلوماټ او د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي وايي، که څه هم د جنوبي اسیا او افغانستان لپاره د امریکا د نوې ستراتېژۍ تر اعلان وروسته پر پاکستان فشارونه ډېر شوي خو له روسي، چین او ایران سره د پاکستان نېږدې کېدو ته په کتو سره امریکا د مجبوریت له مخې نه غواړي پاکستان له لاسه ورکړي او په سیمه کې ځان یوازې پرېږدي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG