د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۸

مالیې وزارت له سرې میاشتې ټولنې سره یو میلیون ډالر مرسته وکړه


دا ځل د سرې میاشتې ټولنې د مرستو ټولولو ځانګړې اوونۍ "ستاسو سخاوت، ستاسو زړورتیا" په شعار سره پېل شوه.

د سرې میاشتې خیره ټولنې د مرستو ټولولو د ځانګړې اوونۍ د پېل سره سم د افغانستان د ماليې وزارت د لومړي ځل لپاره دغې ټولنې سره د ۱۳۹۷ مالي کال له بودجې څخه د يو میلیون ډالرو مرستې اعلان وکړ.

د سرې میاشتې ټولنې سرپرست میرویس اکرم په کابل کې په دې اړه جوړیو شویو مراسمو ته وویل چې په هېواد کې نا امنیو او د خلکو اړتیاو ته په کتو، مرستې باید ډېرې شي.

ښاغلي اکرم زیاته کړه:

"موږ په دې برخه کې دوو میلیونو ډالرو ته اړتیا لرو او موږ خپل لاس تاسو ته غځوو چې د سرې میاشتې ټولنې سره مرسته وکړئ، د سرې میاشتې اصول دا دي چې سره میاشت د خلکو له خوا جوړه شوې او خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي. "

ښاغلي اکرم وویل، د سرې میاشتې د مرستو ټولولو ځانګړې اوونۍ هغه خلکو ته ښه فرصت دی چې غواړي خپلو بې وزلو هېوادوالو سره مرستې وکړي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسؤلین وايي، د دوی توان محدود خو ستونزې خورا پرېمانه دي.

د دې ټولنې مسؤلین له خلکو غواړي چې د سوري زړونو د ماشومانو او اروايي ناروغانو درملنه او دغه شان د جګړو له امله له بې ځایه شويو کورنیو سره مرستې چې د دوی د کارونو یوه مهمه برخه ده، له یاده ونه باسي.

د افغانستان د سرې میاشتې د ټولنې د معلوماتو له مخې، دوی له ۲۰۰۸ میلادي کال له پیل راهیسې د۶۰۰۰ هغو ماشومانو چې زړونه‌ یې سوري وو، په افغانستان کې دننه او بهر یې درملنه کړې ده.

د ۱۳۳۱ لمریز کال را په دېخوا هر کال د سرې میاشتې د مالي بنسټ د پیاوړتیا په هدف، د میزان د میاشتې له ۲۴ مې نېټې نه تر ۳۰ مې نېټې پورې د سرې میاشتې ځانګړې اوونۍ په پایتخت کابل او ولایتونو کې په بېلابېلو مراسمو سره لمانځل کېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ماليې وزارت د پالیسۍ مرستیالې ناهید سرابي بیا په یادو مراسمو کې د دې ترڅنګ چې د ماليې وزارت له خوا یې د دغې ټولنې سره د يو میلیون امریکايي ډالرو د مرستې اعلان وکړ، له خلکو يې هم وغوښتل چې خپلې مرستې ونه سمپوي.

ښاغلي سرابي وویل:

"زه غواړم پر سرې میاشتې ټولنې يو زیری وکړم او هغه دا چې د افغانستان د ماليې وزارت د لومړي ځل لپاره غواړي چې د ۱۳۹۷ مالي کال له بودجې نه يو میلیون امریکايي ډالر د سرې میاشتې ټولنې ته ورکړي چې دوی خپلو ټاکلو اهدافو ته ورسېږي."

د افغاني سرې میاشتې ټولنې په افغانستان کې په یو شمېر رسمي او غیر رسمي ادارو کې د مرستې صندوقونه ايښي او له ټولنو افغانانو غواړي چې په دغه اوونۍ کې له خپل وس سره سم دغې خیریه ټولنې سره مرستې وکړي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG