د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۹

عبدالله عبدالله وايي شاوخوا ۳۳ سلنه افغانان خوراکي مصؤنیت نه لري


د افغان حکومت اجرائیه رئیس په افغانستان کې په لویه کچه د خوراکي مصؤنیت نه‎شتون د اندېښنې وړ ګڼي.

عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځ یې په کابل کې د خوړو د پراختیا له نړیوال کمپاین سره د افغانستان د یوځای کېدو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وویل، د خوراکي مصؤنیت موضوع د ټولنې پر بېلابېلو نورو برخو مثبت او منفي اغېز لري، نو ځکه باید دغه موضوع جدي ونیول شي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس
د افغان حکومت اجرائیه رئیس

نوموړی وايي:

"شاوخوا ۳۳ سلنه خلک د خوراکي مصؤنیت له ستونزې سره مخ دي او دغه شان ۴۱ سلنه هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، د خوار ځواکۍ له ستونزې سره مخ دي چې دا ارقام لوړ او د اندیښنې وړ دي."

افغانستان په نړۍ کې د هغو هېوادونو په کتار کې راځي چې د خوراکي مصؤنیت ستونزه په‎کې ډېره ده.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، پنځه کاله مخکې په افغانستان کې ۳۰ سلنه خلکو خوراکي مصؤنیت نه درلود خو د وخت په تېرېدو سره په دې شمېر کې زیاتوالی راغلی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د خوراکي مصؤنیت ستونزه د ماشومان په برخه کې ډېره جدي ده او په کورنیو هم غږ کوي چې ورته پام وکړي.

د یادونې وړ ده، سږ کال د خوړو د پراختیا نړیوال کمپاین چې افغانستان یې هم غړی دی، هدف دا دی چې د خوراکي مصؤنیت پر وړاندې پرتو ستونزو ته اساسي حل‎لارې بیا مومي.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ سرپرست وزیر نصیر احمد دُراني جوړې شوې غونډې ته وویل، که څه هم افغانستان یو کرنیز هېواد دی خو ورځ تر بلې د خوراکي مصؤنیت ستونزه په‎کې مخ پر ډېریدو ده.

نوموړی وايي:

"په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو کې د شوې سروې له مخې په افغانستان کې ۴۳ سلنه خلک کرنیزو ځمکو ، ۲۱ سلنه للمي ځمکو او ۱۴ فیصده خلکو باغدارۍ ته لاس‎رسۍ لري، دا ارقام ښيي چې ډېری خلک د خوړو کافي منابعو ته لاس نه‎لري."

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ سرپرست وزیر نصیر احمد دُرانی
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ سرپرست وزیر نصیر احمد دُرانی

د تغذېې د برخې کارپوه خوشحال نبي‎زاده بیا وايي، خوراکي مصؤنیت او بې‎وزلي له یو بل سره تړلي موضوعات دي، خو حکومت د بې‎وزلۍ په له‎منځه وړلو کې تر اوسه نه‎دی بریالی شوی.

نوموړی د خوراکي مصؤنیت د ستونزې د هواري لپاره د بې‎وزلۍ له‎منځه وړل، د مناسبو کاري فرصتونو رامنځته کول، د کرنې او مالدارۍ وده او د حکومت له لوري د اغېزمنو اقتصادي پالیسو پلي کېدل مهم بولي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG