د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۷

په غزني او ارزګان کې له ترورېستي ډلو د ایران د ملاتړ ادعا


د ارزګان او غزني ولایتونو سیمه ییز چارواکي وايي، په دغو ولایتونو کې ایران اوس په ښکاره توګه د افغان دولت او امریکايي سرتېرو پرضد ترور ېستي ډلې روزي او دغلته فعالیت کوي.

د غزني ولایت د ولایتي شورا غړي امان الله کامراني د دوشنبې په ورځ ازاډي راډيو ته وویل چې په دغه ولایت کې پخوا هزاره توکمي خلک له دولت سره ډېر همکاره وو، خو په خبره يې چې اوس په دوی کې هم یو شمېر ترورېستي ډلو فعالیت پیل کړی چې اوس د افغان دولت او امریکايي سرتېرو پرضد جنګېږي.

نوموړی ادعا کوي چې دغو ترورېستي ډلو ته د ایران له خوا وسلې ورکول کېږي او هغه يې تمویلوي.

ښاغلي کامراني وویل:

"د غزني په ولایت کې اوس څو نوي ګروپونه جوړ شوي چې په هغو کې یو ګروپ د کوچیانو دی، بل ګروپ د هزاره ګانو چې د دولت پر ضد فعالیت کوي او غواړي چې افغان دولت او امریکايي سرتېري له منځه یوسي، دغه ډلې خپله د ایران له خوا روزل شوي او هغه پیسې ورکوي، څو په غزني ولایت کې ترورېستي فعالیتونه ترسره کړي."

ښاغلی کامراني وايي، په دې اړه سخت اندېښمن دي او دولت يې باید په وړاندې جدي اقدامات وکړي.

په ورته وخت کې د غزني ولایتي اداره هم په دغه ولایت کې د ایران لاس وهنه تاییدوي، خو وايي چې په اړه یې کره اسناد په لاس کې نه لري.

د والي ویاند محمد عارف نوري ازادي راډيو ته وویل چې دوی به هېڅ کله دغه ډول ترورېستي ډلو ته د فعالیت کولو اجازه ورنه کړي.

ښاغلي نوري زیاته کړه:

"موږ دا منو چې د افغانستان یو شمېر ګاونډي هېوادونه په افغانستان لاسوهنه کوي، خوصوصاً په غزني ولایت کې زیاتره ترورېستي ډلې بهرنۍ دي، خو موږ د ایران په اړه تر اوسه داسې کره شواهد نه لرو چې موږ يې تاسو ته وښیو. "

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم ویلي وو چې ایران په افغانستان کې ترورېستي ډلې روزلي او د امریکا پرضد يې جنګوي.

بل خوا بیا د غزني ولایت په ګاونډ کې د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي هم ورته څرګندونې کوي.

د ارزګان ولایت د ګیزاب ولسوالۍ اوسېدونکی او د ارزګان پخوانی والي امان الله تیموري هم ادعا کوي چې د ګزاب ولسوالۍ په هغو سیمو کې کوم چې هزاره توکمي پکې مېشت دي، یو شمېر کسان چې د ایران له خوا روزل شوي، په ښکاره توګه د افغان دولت او امریکا پرضد تبلیغ شروع کړی، څو د افغان دولت او امریکا پرضد وجنګېږي.

نوموړي دغه راز وویل چې په یاده ولسوالۍ کې یو شمېر محلي پولیسو ته د ایران له خوا پيسې ورکول کېږي او د هغه هېواد د ګټو لپاره کار کوي.

ښاغلي تیموري وویل:

"د ارزګان ولایت د ګیزاب ولسوالۍ په هغو سیمو کې چې هزاره توکمي پکې مېشت دي، یو شمېر ایراني ملایان ورته راځي او دغلته د افغان دولت او امریکا پرضد تبليغ ورته کوي او بل دا چې په یاده ولسوالۍ کې یو شمېر محلي پولیسو ته هم ایران پيسې ورکوي او په خپله ګټه يي استمعالوي."

دا په داسي حال کې ده چې څه موده وړاندې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي وو چې ایران له سوريې سره په جګړه کې افغانان کاروي.

په ورته وخت کې د ارزګان ولایتي اداره بیا په دې اړه ناخبري ښيي او وايي چې موږ پلټني کوو.

خو د ارزګان د ګیزاب ولسوالۍ امنیه قوماندان اغا لالی بیا وايي چې په هزاره مېشتو سیمو کې دوی کوم محلي پولیس نه لري، بلکې د ملي امنیت د ریاست له خوا پولیس ګمارل شوي او معاش ورکول کېږي.

که څه هم نوموړی دا تاییدوي چې یو شمېر دیني علماء دغلته د افغان دولت پرضد تبلیغ کوي، خو په دې اړه معلومات نه لري چې دغه علماء د چا له خوا را استول شوي دي.

ښاغلي لالي وویل:

"تمیوري صیب چې کوم پولیس یادوي، هغه په موږ پورې اړه نه لري، ځکه د یادو پولیسو په ګمارلو کي له موږ سره چا مشوره نه ده کړي، هغه په هزاره مېشتو سیمو کې دي او نه هم زه په دې اړه معلومات لرم، خو زه به اوس په دې اړه پلټني کوم او بل دا چې دیني علماء تبلیغ کوي، دا موږ منو، ولې موږ يې تل مخه نیولې ده او بیا یې هم نیسو."

هڅه مو وکړه چې د دغو ادعاوو په اړه په افغانستان کې د ایران له سفارت سره هم خبرې وکړو، خو له پوره هڅو سره سره بیا هم بریالي نه شو.

له ترورېستي ډلو د ایران د ملاتړ دغه خبرې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کي د ایران او امریکا ترمنځ د اټمي وسلو پر سر اړیکې خرابې شوي چې له امله يې پر ایران یو شمېر بندیزونه هم لګېدلي دي.

راپور: شریف الله شرافت

XS
SM
MD
LG