د ملګرو ملتونو سرمنشي آنتونیو ګوترش او د نړۍ نورو رهبرانو په سوماليا کې د لارۍ په واسطه بمي حمله وغندله.
په پلازمېنه موګادیشو کې په دې پېښه کې د وژل شویو شمېر لږ تر لږه ٢٧٦ کسانو او د ټپيانو شمېر دا شااوخوا ٣٠٠ ته رسېدلى دى.
ګوترش پرون د ټويټر په يوه پيغام کې ليکلي، د دې حملې له کبله خواشينى شوى او د ترورېزم په وړاندې يې د اتحاد غوښتنه کړې ده.
که څه هم د حملې مسؤليت چا نهدى منلى، خو د سوماليا حکومت ويلي، د شنبې ورځې په دې حمله کې د القاعده پورې تړلي، د الشباب افراطي وسلهوال لاس لري.
چارواکو ويلي چې د مړو شمېر ښايي تر دې زيات شي.
د موګادیشو د مدينه روغتون رئيس محمد يوسف حسن پرون روېټرز اژانس ته وويل:
"هغه څه چې دلته پېښ شول، د نهمنلو دي. تر دې مخکې د داسې وضعيت شاهد نهوم. مړي هم له شماره وتلي، مړي سوځېدلي وو چې چا نهشوى پېژندلى."
په همدې حال کې د امريکا د متحده ايالاتو، بريتانيا او فرانسې رهبرانو هم دغه بمي حمله چې په سوماليا کې تر ټولو بده ترورېستي حمله ګڼل شوې، غندلې ده.
د سومالیا ولسمشر محمد عبدالله محمد درې ورځنى ملي ماتم اعلان کړی او له خلکو یې غوښتي چې ټپيانو ته وینه ورکړي.