د کابل امنیتي مسؤلین وايي، د یوې ډېرې خطرناکې موټر بم حملې هڅه يې شنډه کړې ده.
د کابل د امنیه قوماندانۍ سرپرست سالم احساس د یکشنبې په ورځ هغه مازده ډوله لارۍ موټر چې ۲۷۰۰ کېلو ګرامه بېلابېل ډوله چاودېدونکي مواد پکې ځای پرځای شوي وو او غوښتل يې په کابل ښار کې خونړۍ چادونه وکړي خبریالانو ته وښود.
ښاغلي احساس وویل چې په دې موادو کې ۷۰۰ کېلو ګرامه امونیم نایټریټ چې په چاودنو کې ترې ګټه اخیستل کېږي، له باروتو ډکې ۲۸ بوشکې او دوه پخواني نیپال بمونه ځای پرځای شوي وو.
نوموړي زیاته کړه:
"البته دا موضوع به د څېړنو په جریان کې روښانه شي چې د دوی اصلي هدف کوم ځای و، ما تاسې ته وویل چې په لومړنیو اعترافونو کې ویل شوي چې د دغې حملې پلان جوړونکی د حقاني شبکې غړی ملا انس و، کله چې څېړنې بشپړې شي، تاسې ته به یې په ا ړه معلومات در کړو."
ښاغلي احساس وویل، لومړني معلومات ښيي چې په چاودېدونکو موادو بار دغه موټر په حقاني شبکې پورې اړه لري.
دی وايي، موټر چلونکی نیول شوی او څېړنې ترې روانې دي.
د کابل د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو لمخې دغه چاودېدونکي مواد د لوګر دروازې له لارې کابل ته راننویستل شوي و.
دا په داسې حال کې ده چې د روان لمریز کال د جوزا په لسمه د کابل ښار د زنبق څلور لارې ته څېرمه د یو ټانکر بم موټر په حمله کې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
که څه هم د کابل په څلورو لویو دروازو کې د سکن یا تالاشۍ پرمختللي ماشینونه نصب شوي خو پوښتنه داده چې وسله وال مخالفین څنګه وتوانېدل چې د کابل زړه ته له چاودېدنکو موادو ډک موټر داخل کړي.
د امنیتي چارو یو شمېر کارپوهان يې په امنیتي لیکو کې اداري فساد، د سکن د ماشینونو لپاره د مسلکي پولیسو نه شتون، په حکومت کې د وسله والو مخالفینو نفوذ، وظیفوي غفلت او کابل ته په فرعي لارو ورتګ په ګوته کوي.
له ډلې يې محمد انور سلطاني د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:
"دښمن له هرې لارې ګټه اخلي، له تورو ښیښو، د وکیل، وزیر، معین او د استخباراتو له موټرو ګټه اخلي، دښمن خو هغه دښمن نه دی چې ما او تا پرون تعریفوه، نن دا دښمن نړیوال رنګ لري او په ډېرو پیاوړو لاسونو د دې وطن او نظام د کمزورتیا لپاره کار کوي."
ښاغلي سلطاني غوښتنه وکړه چې حکومت باید کابل ته تلونکو او راتلونکو عمومي او فرعي لارو باندې خپل څار زیات او د خونړیو تروریستي پېښو په مخنیوي کې کشفي او استخباراتي ارګانونه خپل مسؤلیت په ښه شکل ترسره کړي.
تر دامهاله وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
راپور: اکرام الله اکرام