په داسې حال کې چې د عراق په کردستان کې د خپلواکۍ لپاره له ټولپوښتنې وروسته په دې سیمه کې حالات کړکېچن دي، د عراق دولتي ځواکونه او کرد پېشمرګه په کرکوک ولایت کې یو بل ته لاس په ماشه ولاړ دي.
کرد قوماندانان وايي، د حکومت هغه مهلت یې رد کړی چې ویلي یې وو، پېشمرګه ځواکونه باید د نن یکشنې تر سهار وختي پورې د داعش ډلې پرضد د جګړې په ډګر کې له خپلو پوستو په شا شي.
فرانسپرس خبري اژانس راپور ورکوي، زغره وال ګاډي چې د عراق ملي بیرغ پرې رپېږي، نن یکشنبه کرکوک ښار ته نېږدې د سیند پرغاړه د امنیت لپاره درول شوي وو.
له بلې خوا پېشمرګه ځواکونه په داسې حال کې لیدل شوي چې د کردانو بیرغ ورسره و او خپل سنګرونه یې په کانګریټي بلاکونو پیاوړي کول.
د پېشمرګه یوه قوماندان ویلي چې دوی ټول تدابیر نیولي او د اړتیا په صورت کې هر اقدام ته چمتووالی لري. خو د عراق یوه پوځي افسر فرانسپرس ته وویل چې دولتي ځواکونه ځای پرځای ولاړ دي او قوماندې ته سترګې پر لاره دي.
کرکوک د کردستان له سیمې چې د خپلواکۍ لپاره ټولپوښتنه پکې وشوه، بهر پروت دی، خو په ۲۰۱۴ میلادي کال کې وروسته له دې چې د عراق دولتي سرتېري د اسلامي دولت ډلې د حملو په نتیجه کې له دې سیمې ووتل، نو د کرد پېشمرګه ځواکونو یې ځای ونیوه او همدا ځواکونه وو چې د داعش ډلې په وړاندې یې د دې سیمې د تېلو د پراخو زېرمو دفاع وکړه، خو اوس زرګونه عراقي ځواکونه چې زغره وال ګاډي ورسره دي او د ایران پلوي شیعه ملېشې یې ملاتړ کوي، د کرکوک پر شااوخوا راټول شوي دي.
هم کرد او هم عراقي ځواکونه د امریکا متحدان دي او له دواړو سره امریکايي پوځي سلاکاران کار کوي.
د امریکا دفاع وزیر جیمز مټېس وړمه ورځ خبریالانو ته وویل، په دواړو خواوو کې شامل امریکايي سلاکاران د دې کړکېچ د حل لپاره هڅه کوي.
ښاغلي مټېس وویل، امریکايي پوځیان به هر څه داسې سم کړي چې د دښمن په ګټه څه له لاسه ونه وځي. هغه زیاته کړه، اوس مهال ټول د داعش د ځپلو پر کار متمرکز دي او موږ نشو کولای چې د یو بل په وړاندې ودرېږو.
د عراق صدراعظم حیدرالعبادي ویلي چې له خپلو کرد هېوادوالو پرضد به جګړه ونه کړي.