د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۸

د ولسي جرګې د اداري پلاوي د فساد تور ولې لا نه دی څېړل شوی؟


د حقوقي چارو یو شمېر افغان کارپوهان له دې امله اندېښنه څرګندوي چې د وخت په تېرېدو سره به د ولسي جرګې د اداري پلاوي پر وړاندې د فساد او اختلاس د شته تورونو د څېړلو موضوع هېره شي.

د افغانستان د حقوق پوهانو د ټولنې غړی سید خالد سادات وايي، هېڅ استثنا باید نه وي چې د ولسي جرګې په عمومي مشر او د دارالانشا په رئیس د لګېدلو تورونو مخه ونیسي.

ښاغلي سادات د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، په اداري پلاوي کې د فساد شتون د ولسي جرګې او خلکو حیثیت ته زیان رسولی او د اعادې لپاره یې باید مصلحت ونه شي.

نوموړي زیات کړه:

"زموږ پوښتنه دا ده چې له نېږدې یوې میاشتې راهیسې د ولسي جرګې پر اداري پلاوي د فساد تورونه دي، خو تر اوسه ولې نه دي څېړل شوي؟ په هېڅ صورت هېڅ استثنا نه شي کېدلای چې د دغو څېړنو مخه ونیول شي، جرم جرم دی او که څېړنې نه تر سره کېږي دلته لویه سرغړونه کېږي."

د ولسي جرکې رئیس عبدالروف ابراهیمي
د ولسي جرکې رئیس عبدالروف ابراهیمي

حقوق پوهان دا اندېښنه داسې وخت څرګندوي چې نېږدې ۲۰ ورځې وړاندې د ولسي جرګې لومړي مرستیال همایون همایون د دغې جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي په څلور میلیونه افغانیو اختلاس او اداري فساد تورن کړ.

دغه شان د ولسي جرګې د دارالانشا پر رئیس هم د اداري فساد اړوند تورونه دي.

وروسته که څه هم دا موضوع د افغانستان لویې څارنوالۍ او له هغې بیا د تفتیش عالي ادارې ته وسپارل شوه، خو لا یې هم د وروستیو نتیجو په اړه څه څرک نشته.

د تفتیش د عالي ادارې ویاند محمد اصف احمدزوی ازادي راډيو ته وویل، د ځينو مالي څېړنو پرته تر ډېره د دغو تورونو سپیناوی په لویې څارنوالۍ پورې اړه لري چې دوی ورته د لا څېړلو لپاره دوسیه بېرته ورلېږلې ده.

ښاغلی احمدزوی وایي:

"هغه څه چې موږ ته رالېږل شوي وو، په موږ پورې یې یوازې مالي او اداري برخې تړلې دي چې موږ کولای شول په اړه مو نظر ورکړای وای، خو په دې کې ډېر نوي موضوعات وو چې باید څارنوالي یې په اړه خپل اقدامات وکړي."

د افغانستان لویې څارنوالۍ که څه هم په دې اړه چې دا دوسیه اوس په کوم ځای کې ده، څه نه وايي، خو د ولسي جرګې غړو د حقونو او امتیازاتو کمېسیون وايي چې د تورونو دا دوسیه به تر هغې هېره نه کړي چې سلامت او ملامت نه وي معلوم شوی.

د دغه کمېسیون مشر شریف الله کامه وال ازادي راډيو ته وویل، د ولسي جرګې دننه یو کمېسیون کار کوي چې د ولسي جرګې لومړی مرستیال باید د خپلو تورونو په اړه کره اسناد وړاندې کړي.

ښاغلی کامه وال وایي:

"تر اوسه پورې چې کوم ګډ کمېسیون ټاکل شوی، هغه کار کوي، کله چې اسناد را ورسېږي، موږ د اسنادو له مخې ګورو او واضح کوو چې رښتیا هم غصب شوی او کنه، فساد او اختلاس شوی او کنه، موږ دا موضوع هرو مرو معلوموو."

ښاغلی کامه وال وايي، د ولسي جرګې په لومړي مرستیال همایون همایون د ځمکو د غصب تورونه دي چې دواړه موضوعات په هر اړخیز ډول په ولسي جرګه کې دننه څېړل کېږي.

د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي، د دغې جرګې د دارالانشا رئیس خدای نظر د فساد او د ولسي جرګې لومړي مرستیال همایون همایون بیا د ځمکو د غصب په اړه، پر دوی لږول شوي تورونه رد کړي دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG