د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۲

کلکاني: د ترورېزم پر ملاتړو هېوادونو فشارونه د افغانستان په ګټه دي


وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر تېره شپه د ایران په اړه خپله وینا کې د ایران دولت تورن کړ چې د نړۍ د ترورېزم لوی ملاتړی هېواد دی، د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، دغه مسئله به د افغانستان په ګټه تمامه شي.

د دغې جرګې د نړیوالو اړېګو د کمېسیون یوه غړي داود کلکاني د شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، د ترورېزم پر ملاتړو هېوادونو فشارونه د افغانستان په ګټه دي.

داود کلکاني
داود کلکاني

نوموړي زیاته کړه:

"هر څومره چې په سیمه ییزه او نړېواله کچه د ترورېزم پر وړاندې جدي مبارزه وشي، د افغانستان په ګټه ده او هغه هېوادونه چې په یو ډول نه یو ډول له ترورېزم سره همکاري کوي، که تر فشار لاندې راشي، دا به افغانستان ته د سولې راوستلو لپاره، د جګړې پای ته رسولو او د ترورېزم سره مبارزه کې خورا اغېزمنه وي."

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ بېګا په خپلې ټلوېزیوني وینا کې د ایران رژیم په نړۍ کې د ترورېزم مخکښ ملاتړی یاد کړ ویې ویل چې ایران د طالبانو، القاعدې او نورو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.

ښاغلي ټرمپ دغه شان وویل چې په افغانستان کې د امریکا سل ګونه عسکر او ملکي مامورین د هغو وسله والو ډلو له لوري وژل شوي چې ایران یې ملاتړ کوي.

د امریکا ولسمشر پر ایران باندې د بندیزونو په اړه خبرې وکړې او د امریکا له ملاتړو یې وغوښتل چې په دې برخه کې د متحده ایالاتو سره یوځای شي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ څو میاشتې مخکې، د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ د اعلان پرمهال، پاکستان هم د ترهګرو ملاتړ کوونکی هېواد وباله او ټینګار یې وکړ چې هېواد به یې د ترهګرو د پټنځایونو په وړاندې غلی پاتې نشي.

د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:09 0:00

په ورته وخت کې د نړیوالو اړېکو یو شمېر کار پوهان وايي، د سیمې ناوړه وضعیت او ناورین د افغانستان په ګټه نه دی.

له دې ډلې داوود راووش ازادي راډيو ته وویل چې پر ایران باندې بندیزونه به د افغانستان پر وضعیت اغېز ونه کړي:

" په حقیقت کې، د سیمې او ګاونډیو هېوادونو وضعیت به پر افغانستان باندې هم خپلې اغېزې ولري، امریکا کولی شي د سیاسي، ډیپلوماټیکو او نورو اقداماتو له لارې خپل اهداف ترلاسه کړي، خو که چېري سیمه بې ثباته وي د افغانستان پر وضعیت به مستقیم اغیز ولري."

ایراني چارواکو تر اوسه د طالبانو، القاعدې او نورو ډلو نه د تهران د ملاتړ په اړه څه نه دي ویلي، خو دا چې امریکا له دغه هېواده بهر د سپاه پاسداران انقلاب فعالیتونه جګړه او ترهګري بللې او په وړاندې یې بندیزونه اعلان کړي ایران خبرداری ورکړی چې په دې برخه کې به مناسب ځواب ورکړي.

د افغانستان حکومت هم په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې تردې مخکې د متحده ایاالتو د بهرنیو چارو وزیر، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان او یو شمېر افغان چارواکو ویلي چې ایران په افغانستان کې د خپل نفوذ د پراخولو او د طالبانو څخه د ملاتړ لپاره هڅه کوي.

د فراه والي: ایران یو شمېر طالب مشرانو ته کورونه او امکانات برابر کړي

د فراه والي: له طالبانو نه د ایران د ملاتړ د مستند کېدو په اړه هڅې روانې دي
سرچینه: روسیه او ایران هڅه کوي څو طالبان پوځي تجهیز کړي

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG