د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۱

ټرمپ: که د ایران په اټمي موافقه کې ستونزې لېرې نشي لغوه به شي


د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د ایران په اړه بېګا په وینا کې، هغه هېواد ته د "روژ یا سور رژیم" خطاب وکړ چې د هغه په وینا "متعصب یا سخت دريځي" وګړي یې رهبري کوي.

د امریکا ولسمشر که څه هم له نړیوالو سره د ایران له اټمي موافقې د وتلو اعلان ونه کړ، خو خبرداری یې ورکړ چې که چېرې د امریکا حکومت، کانګرس او نړیوال متحدان یې ونه توانېږي چې د ولسمشر ټرمپ په وینا، په موافقه کې موجودې "نیمګرتیاوې" حل کړي، له موافقې به ووزي.

ډونالد ټرمپ
ډونالد ټرمپ

نوموړي زیاته کړه:

"که چېرې داسې وشي چې موږ له خپل کانګرس او نړیوالو متحدانو سره په کار کې حل ته ونه رسېږو، دا موافقه به لغوه شي، «موافقه» هغه تر دوامدارې کتنې لاندې ده او له ایران سره په اټمي موافقه کې زموږ ګډون هره شېبه، د ولسمشر په توګه، زه لغوه کولائ شم."

د قانون له مخې، د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر باید په نوي ورځو کې یو وار دا تائید کړي چې ایران له نړیوالو سره د اټمي موافقې له اصولو او شرایطو سره سم عمل کوي خو ډونالد ټرمپ بېګا وویل چې حکومت به یې دا تائید نه کړي.

هغه وویل، پر داسې لارې تګ ته دوام نه شي ورکولائ چې د تشدد او ترور په زیاتوالي ختمېږي.

جمهور رئیس ډونالد ټرمپ پرون جمعه د ایران لپاره د خپل هېواد پر کړنلاره په ټلوېزیوني وینا کې وویل چې د خزانې وزارت ته یې امر کړی چې د ایران پر سپاه پاسداران انقلاب ډلې، د دې ډلې پر شریکانو او غړو بندیزونه ولګوي.

ټرمپ پر دې سخته دریځه ډله تور پورې کړ چې له ایرانه بهر د جګړې او ترور ملاتړ کوي.

خو له دې سره هم، د امریکا ولسمشر د ایران سپاه پاسداران انقلاب ډله، د بهرنیو تروریستي سازمانونو په لېست کې شامله نه کړه.

په ورته وخت کې د ایران ولسمشر حسن روحاني بیا په ټلوېزیوني وینا کې بېګا وویل چې د امریکا متحده ایالات د یوې نړیوالې موافقې پر ضد درېځ غوره کوي او پایله به یې، د روحاني په وینا، د امریکا منزوي کېدل وي.

حسن روحاني
حسن روحاني

حسن روحاني زیاته کړه:

"موږ برجام«له نړیوالوسره د ایران اټمي موافقه» ته د نړیوالې،څو اړخیزې معاهدې په توګه، تر هغه وخته چې زموږ حقوق تامېنېږي او زموږ ګټې یې اقتضا کوي د خپلو ملي ګټو په چوکاټ کې، درناوی کوو، د اټمي انرژۍ له نړیوال اژانس سره موږ همکاري کړې او همکاري به کوو، خو که کومه ورځ زموږ ګټې تامین نه شي او مقابل لوري پر خپلو تعهداتو تېر شي، باید وپوهېږي چې ایران به یوه شېبه هم غلی پاتې نه شي او ځواب به ورکړي."

حسن روحاني د سپاه پاسداران انقلاب ملاتړ وکړ او ویې ویل چې دا ډله د خپل هېواد او خلکو خدمت کوي.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر په ایران کې پر حاکم رژیم تور پورې کړ چې په ټول منځني ختیځ کې د کړکېچونو، تشدد او ترور اور ته لمن وهي.

XS
SM
MD
LG