د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۳

عظیمي: نا امني له مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې لویه موانع ده


د افغانستان د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزیره وايي، د مخدره موادو پرضد د مبارزې د ستراتیژۍ د پلي کېدو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ ناامني ده.

سلامت عظیمي چې د پنجشبې په ورځ یې په کابل کې د تېرو درېیو کلونو د لاس ته اړونو په اړه له خبرېالانو سره معلومات شریکول، ویې ویل چې که څه هم د ۲۰۱۷ میلادي کال د کوکنارو د کښت په اړه راپور نه دی بشپړ شوی، خو ممکن د تېر کال په پرتله روان کال په دغه کښت کې زیاتوالی راغلی وي.

د افغانستان د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزیره سلامت عظیمي
د افغانستان د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزیره سلامت عظیمي

اغلې عظیمي وویل:

"نن ورځ د مخدره موادو پرضد د ستراتیژۍ د پلي کېدو پر وړاندې لوی خنډ او ستونزه ناامني ده، د کښت د ارقامو په اړه باید ووایم چې تر اوسه ۲۰۱۷ میلادي کال د کښت په اړه سروې ګانې نه دي پشپړې شوي، خو ممکن په دغو ارقامو کې زیاتوالی راغلی وي."

د مخدره موادو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د سازمان ادارې د ۲۰۱۶ کال په راپور کې ویل شوي وو چې په افغانستان کې د تېر کال په پرتله د تریاکو په حاصلاتو کې ۴۳ فیصده زیاتوالی راغلي دی.

د دغې پدیدې اصلي عوامل ناامني په ګوته شوې ده.

د افغان حکومت چارواکي هم په دې باوري دي چې د مخدره مواد کښت، تولید او قاچاق په افغانستان کې د جګړې د تمویل اصلي سرچینه ده.

د راپورونو په اساس، افغانستان دا مهال د نړۍ ۶۵ په سلو کې مخدره مواد تولیدوي.

دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې ټولنې په تېرو ۱۶ کلونو کې له افغانستان سره د مخدره موادو د له منځه وړلو لپاره میلیونونه ډالره مرستې وکړې، خو دغه مرستې نه دي توانېدلي چې د مخدره موادو په مخنیوي کې ګټورې تمامې شي.

د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت مرستیال جاوید احمد قایم وايي، د نړیوالې ټولنې هغه مرستې چې له افغان حکومت سره د مخدره موادو د له منځه وړلو په برخه کې یې کړلې، صفر ته رسېدلي چې دغې مسئلې د مخدره موادو پر وړاندې مبارزه ستونزمنه کړې ده.

په ورته وخت کې افغان کارپوهان وايي چې طالبان، داعش او القاعده له مخدره موادو سره مستقیمې اړیکې لري، تر هغې چې په افغانستان کې جګړه روانه وي، د مخدره موادو پر وړاندې د هر ډول ستراتیژۍ پلې کېدل به له ناکامۍ سره مخ وي.

د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې پخوانی وزیر جنرال خدایداد هزاره په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"مخدره مواد له ترورېزم سره نېږدې اړیکې لري او یو د بلمرستندویه دي، ترهغې چې د افغانستان په امنیت کې ښه والی رانشي، ولسوالۍ د حکومت تر حاکمیت لاندې نشي، موږ به د مخدره موادو په برخه کې له ستونزو سره لاس او ګریوان یوو."

ښاغلی هزاره زیاتوي چې مخدره موادو نه یوازې افغانستان ته، بلکې د سیمې هېوادونو او نړۍ ته یې هم زیان رسولی دی.

د نوموړي په وینا، د دغې پدیدې د له منځه وړلو لپاره د افغانستان، سیمې او نړۍ ګډې مبارزې ته اړتیا ده.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG