د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۰۷

د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې د ښوونکو اعتصاب پای ته ورسېد


د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې د ښوونکو اعتصاب پاي ته ورسېد.

په ارزګان کې د ازادي راډیو خبریال وايي، په ترینکوټ کې ښوونکو له دې امله چې معاشونه یې پر وخت نه ورته رسېدل او د هغه ولایت معارف ریاست یې ستونزو ته پام نه کاوه، ښوونځیو ته له تګه ډډه کړې وه.

خو د ازادي راډیو د خبریال په حواله، ښوونځي نن بېرته پرانیستل شول.

د ارزګان معارف ریاست ازادي راډیو ته ویلي چې د ښوونکو شکایتونه یې اروېدلي او د ستونزې د حل هڅې کوي.

XS
SM
MD
LG