د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۵۷

د روغتیا او معارف وزارتونو مسؤلین د ولسي جرګې له‌خوا استجواب شول


د افغانستان ولسي جرګه وايي، د پوهنې او عامې روغتیا وزارتونه نه دي توانېدلي چې څه باندې۵۰ فیصده پراختیايي بودجه ولګوي.

د افغانستان د عامې روغتیا او پوهنې د وزارتونو مسؤلین، د دې له امله چې تراوسه یې ۵۰ فیصده پراختیايی بودجه نه ده لګولې، ولسي جرګې د دوشنبې په ورځ استجواب کړل.

د ولسي جرګې غړي وايي، دغو دواړو وزارتونو ډېره لږه پراختیايي بودجه لګولې ده.

د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي
د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي

د جرګې غړې فوزیه کوفي وویل:

"دغه دوه وزارتونه د بودجې ډېر لږ لګښت لري، تاسې راته ووايئ چې د میزان څوومه ده او تاسې څو فیصده بودجه لګولې ده، کوم راپورونه چې موږ ته رارسېدلي او څارنه يي کوو، په ځینو مواردو کې چې پروژه او بودجه مو ور شامل کړې ده، اته میاشتې کېږي چې کار یې پیل شوی نه دی."

د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست وايي، دغو دواړو وزارتونو په هغو ځایونو کې چې امنیت یې ښه دی، هم په لازمه توګه بودجه نه ده لګولې.

د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست
د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست

ښاغلی بشردوست وایي:

"د افغانستان په یوه روغتون کې درمل او خواړه نشته، درې کاله کېږي چې په ځینو روغتونونو کې د ناروغانو لپاره غوښه بنده شوې ده."

د ځینو وزارتونو لخوا د پراختیايي بودجې نه لګول هغه ستونزه ده چې ولسي جرګه یې هر کال مطرح کوي.

ولسي جرګې تېر کال د کابینې ځینې وزیران چې پراختیایي بودجه تر ۷۰ فیصدو څخه کمه لګولې وه، استیضاح او ۷ وزیران یې ترې سلب اعتماد کړل.

د ولسي جرګې د دوشنبې د ورځې استجوابیه غونډې ته، د پوهنې او عامې روغتیا د وزارتونو مرستیالان ورغلي وو.

د عامې روغتیا د وزارت مرستیال احمد جان نعیم وویل، تر اوسه یې ۴۴ فیصده پراختیايي بودجه لګولې، خو د پوهنې وزارت د مالي او اداري مرستیال سید حمیدالله د جرګې د غړو د انتقادونو پروړاندې وویل، دوی تر اوسه ۲۴ فیصده پراختیايي بودجه لګولې ده.

سید حمیدالله وویل:

"ډېرو له تدارکاتو شکایتونه وکړل، موږ هم وايوو چې د تدارکاتو پروسه ډېر وخت نیسي او کله کله کومه پروژه ۸ یا ۹ میاشتې وخت غواړي او د دوهم ځل لپاره نوي اعلان ته سپارل کېږي، ښايي د ظرفیتونو کموالی اصلي دلیل وي، یا دا چې احتمالاً فساد به موجود وي، همدارنګه د قانون سخت‎ګیري به بل دلیل وي چې موږ نه یوو توانېدلي، یوه پروژه په مناسب وخت کې بشپړه کړو."

بل خوا د مالېې وزارت وايي، په یوې طرحه یې کار پیل کړی چې له مخې به یې یوکلنه بودجه، د څو کلونو لپاره شي.

د یاد وزارت د مسؤلینو په خبره، د دغې طرحې له پلې کېدو سره به د بودجې پر لګولو حاکمیت زیات شي.

د مالېې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي د دوشنبې په ورځ په کابل یوې ناستې ته وویل، د دغې طرحې لومړي کارونه پیل شوي او کله یې چې مسوده تیاره شوه، له ملي شورا او نړیوالې ټولنې سره به شریکه شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG