د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۰:۲۴

د ازادي راډیو د نقاشۍ او رسامۍ د نندارتون ګټونکو ته جایزې ورکړل شوې


د ازادي راډیو د نقاشۍ او رسامۍ د نندارتون درېیو ګټونکو ته جایزې ورکړل شوې.

د انځورونو له لارې خلکو ته د رسنیو رول ښودل او د بیان د ازادي څخه ملاتړ د نقاشۍ او رسامۍ د دغه نندارتون اصلي هدف دی.

دغه نندارتون او سیالي چې «خلک او رسنۍ» نومېږي،د ازادي راډیو په نوښت د ښکلو هنرونو د پوهنځي په همکارۍ د شنبې په ورځ د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو په پوهنځي کې جوړ شوی و.

په کابل کې د ازادي راډيو رئیس حمید مهمند وايي، د محصلینو د هڅوونې لپاره به په راتلونکي کې ورته نور رقابتي پروګرامونه هم جوړ کړي.

حمید مومند
حمید مومند

نوموړي زیاته کړه:

"له يوې لسزې ډېره موده کېږي چې رسنۍ په افغانستان کې فعالې دي،ازادي راډیو له دې لارې وغوښتل چې د رسنیو په اړه د خلکو برداشت انځور کړي او له همدې امله مو د ښکلو هنرونو پوهنځي انتخاب کړ."

د نقاشۍ او رسامۍ دغه نندارتون د تېري اوونۍ د سې شنبې په ورځ پيل شوی و چې نندارتون او پایله يې د شنبې په ورځ معلومه شوه.

په دغه سیالۍ کې شلو تنو ګډون کړی و چې د درې کسیز ژوري پلاوي له لورې چې په کې د ښکلو هنرونو د پوهنځي او ازادي راډیو استازي شامل و درې غوره تابلو ګانې د ګټونکي په توګه اعلان کړل.

د ژوري پلاوي په خبره يادې درې تابلوګانې، د مسلیکتوب او د سوژې د څرنګوالي له مخې په هر اړخیز ډول له ارزونې وروسته تر نورو غوره وبلل شوې.

د دوی په خبره د تابلو ګانو د اروزنې بهیر په پوره شفافیت سره ترسره شوی.

د ژوري پلاوي د ارزونې له مخې محمد هاشم عزیزي لومړی،مینې نایب خېل دویم او سلیمې ژکفر درېیم مقام خپل کړ.

محمد هاشم عزیزي وايي، په تابلو کې یې هڅه وکړه چې په خلکو باندې د رسنیو مثبت او منفي اثرات دواړه انځور کړي:

"کومه سیالي چې د ازادي راډیو له لورې جوړه شوې وه، ما په کې هڅه وکړه چې د يوې رسنۍ له لارې د خپرېدونکو پیغامونو ټولې خواوې که هغه مثبت دي او که منفي انځور یې کړم."

بلخوا د ولسمشر رسنیز سلاکار نبي مصداق د ازادي راډيو دغه اقدام ستايي او د ورته نورو تشویقي پروګرامونو د جوړولو غوښتنه کوي.

نبي مصداق
نبي مصداق

نوموړي زیاته کړه:

"په افغانستان کې نږدې ۳۶۰ راډیوګانې فعالې دي،خو دا چې يوه راډیو راځي او يو داسې پروګرام جوړوي د ستاینې دی، موږ هیله مند یو چې ازادي راډيو ورته نورې هڅوونکې پروګرامونه هم جوړ کړي."

په ورته وخت کې د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو د پوهنځي رئیس محمد عالم فرهاد د دغه پروګرام د ستاینې ترڅنګ ټینګار کوي چې دا شان پروګرامونه د دې ترڅنګ چې د محصلینو د هڅوونې لامل کېږي محصلنیو عملي او مسلکي کچه هم ورسره لوړېږي.

راپور: واصل واصل

XS
SM
MD
LG