د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۷ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۲:۲۹

په نیویارک کې د درې مشکوک ترهرګر نیول شوي


امریکایي چارواکي په نیویارک کې د درې مشکوکو ترهرګرو د نیولو خبر ورکړ.

په نیویارک کې فدرالي څارنوال تېره شپه وویل، د اسلامي دولت دغو مشکوکو کسانو غوښتل چې په ټایم سکویر سیمه کې بمونه کېږدي، د نیویارک په میټرو کې چاودنې وکړي او پر یوه کنسرت ډزې وکړي.

د څارنوالانو په اعلامیه کې راغلې دي چې ټاکل شوې وه چې دا بریدونه تېر کال د روژې په میاشت کې وشي.

په تورنو کسانو کې یو نوولس کلن کاناډایي دی چې د چاودېدونکو موادو او د چاودېدونکو وسایطو په چمتو کېدو کې یې لاس درلود، دوهم تورن یو نوولس کلن امریکایي دی چې په پاکستان کې اوسېده چې نیویارک ته یې سفر کړی و ترڅو په دې حملو کې مرسته وکړي.

دریم هم یو اووه دیرش کلن فیلپینی دی چې په دې تورن شوی دی چې امریکا ته یې د دې بریدونو لپاره پیسې لېږلې.

کاناډایي تورن په خپل جرم اعتراف کړی دی.

XS
SM
MD
LG