د افغانستان د کرکټ بورډ مسؤلین وایي، د افغانستان د پنځو زونونو د کرکټ د لومړۍ درجې لوبډلو ترمنځ څلور ورځنۍ سیالۍ پیلېږي.
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه لوبې د کابل، ننګرهار او خوست په ورزشي لوبغالو کې ترسره کېږي.
ښاغلي هوتک وویل چې دغه لوبې د روان میلادي کال د اکټوبر په ۱۸ مه پیلېېږي چې لومړۍ دوه لوبې یی په کابل کې ترسره کېږی.