د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۰:۲۵

پر سعودي عربستان د توغندیو د دفاعي سیسټم په پلور د امریکا موافقه


د امریکا د متحد ایالتونو دفاع وزارت وایي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت موافقه ورکړه چې پر سعودي عربستان د ۱۵ میلیارده ډالرو په ارزښت، د توغندیو پرمختللی دفاعي سیسټم وپلورل شي.

د توغندیو دغه دفاعي سیسټَم تاډ نومېږي چې پنتاګون یې پر سعودي عربستان د پلورلو په اړه موافقه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه په خپره کړې اعلامیه کې د ایران او منځني ختیځ په شمول یو شمېر ګواښونو ته اشاره کړې ده.

د امریکا په دفاع وزارت کې د دفاعي امنیت ادارې پرون جمعه په دې اړه کانګرس ته معلومات ورکړل.

امریکا دغه پرمختللی سیسټم روان کال په جنوبي کوریا کې هم د شمالي کوریا د توغوندیو د شته ګواښونو لپاره ځای پرځای کړ.

په منځني ختیځ کې ایران د لېرې واټن د توغندیو لوی سیسټم لري.

لوېدیځې رسنۍ وایي، دغه موافقه دې ته لار پرانیزي چې سعودي عربستان ۴۴ دا ډول توغندیز دفاعي سیسټمونه او ۳۶۰ توغندي او هم رادارونه وپیري.

د پنتاګون د دفاعي امنیت او همکارۍ ادارې په یوه اعلامیه کې راغلي چې دا معامله کولای شي چې د امریکا ملي امنیت او هم د بهرنۍ پالیسۍ په برخه کې د هغه هېواد ګټې خوندي کړي او په عین وخت کې کولای شي، په خلیج کې د ایران او نورو ګواښونو په وړاندې د سعودي عربستان اوږد مهاله امنیت ډاډمن کړي.

واشنګټن او ریاض دواړه ایران په سیمه کې په تیري کولو او ورانوونکي چلند تورنوي.

دا موافقه داسي مهال شوې چې العربیه ټلوېزیون راپور ورکړی و چې د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان د پنجشنبې په ورځ روسیې ته په خپل لومړني څلور ورځني سفر کې منلې وه چې د روسیې «اس ۴۰۰» ډوله توغندویې سیسټم وپیري .

البته دا هم باید ووایو چې د امریکا او سعودي عربستان ترمنځ د دغې پوځي معاملې موافقه داسې مهال شوې چې په یمن کې د سعودي په مشرۍ ائتلاف لا هم د ایران پلوه حوثي یاغیانو په وړاندې جنګېږي او پر مرکزونو یې بمبارۍ کوي.

سعودي عربستان وایي، د دوی په مشرۍ ائتلاف د ترورېستانو په وړاندې جنګېږي او د یمن د حکومت دفاع کوي، خو په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې ویلي چې په دغو بمباریو کې تر ډېره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

XS
SM
MD
LG