د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۱:۳۷

غور کې ښځینه بزګرو ته د سبزیو د پروسس ۲ مرکزونه جوړ شول


په غور کې د بزګرو ښځو د اقتصادي پياوړتیا په هدف، د سبزیو د پروسس دوه مرکزونه ګټې اخېستنې ته وسپارل شول.

د غور د کرنې او مالدارۍ رئیس عبدالتواب تایب ازادي راډیو ته وویل چې دغه مرکزونه د څه باندې ۴ لکه افغانیو په ارزښت د کرنې وزارت له خوا جوړ شوي دي.

ښاغلی تایب وايي چې په غور کې څه باندې ۱۲۲۵ ښځې کورنۍ باغچې لري.

د ده په خبره، له دغو باغچو نه تر لاسه شوي محصولات په دغو دوو مرکزونو کې پروسس او بیا بازار کې په ښه بیه پلورل کېږي.

XS
SM
MD
LG