د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۷ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۳۱

جوزجاني: په قوش تیپه کې ۳۰طالبان او داعشیان وژل شوي


د جوزجان ولایت په قوش تیپه ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش ترمنځ په نښته کې د دواړو خواوو دېرش تنه وسله وال وژل شوي او اویا تنه ټپیان دي.

د جوزجان امنیه قوماندان فقیرمحمد جوزجاني نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې یوه اوونۍ کېږي چې په قوش تیپه ولسوالۍ کې د داعش او طالبانو ترمنځ نښته روانه ده.

ښاغلي جوزجاني همدا راز وویل چې داعش جنګیالیو په دې ولسوالۍ کې دوه قومي مخور هم وژلي او په ګردن کلي کې یې د هلکانو یو ښوونځی سوځولی دی.

فقیر محمد جوزجانی وایي چې وسله والو طالبانو د قوش تیپې ولسوالۍ له ګردن او شیردک کلیو شاته تګ کړی دا کلي اوس د داعش په کنټرول کې دي.

تراوسه وسله والو طالبانو او داعش ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG